د امریکا استازې:د نجونو ښونځیو له زر ورځو په تړل کېدو سره د افغانستان راتلونکې هم تباه شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/284280e092ea7277898eac16a92b6b9483a7074a-720x961.jpg?rect=0,279,720,405&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نجونو لپاره د منځنیو او لېسه ښوونځیو د زرمې ورځې په تړل کېدو سره ویلي، چې طالبانو «د هغوی ټولې هیلې مړاوې کړې او تروړلې دي.»
هغې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو په دغه سیاست سره، «د افغانستان راتلونکی تباه کړې.»
مېرمن امیري په خپله اېکس پاڼه لیکلي: « افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې هلته بنسټ پاله سیاستونه پلي کېږي او له نړۍ څخه څنډې ته پاتې شوی دی.»
د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه نېټه د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د ښوونځيو دروازې به تر بلې خبرتیا پورې د هغو نجونو لپاره تړلې وي چې له شپږمو ټولګیو پورته زدهکړې کوي.
طالب چارواکو ژمنه کړې وه، چې دغه پرېکړه لنډمهاله ده او د نجونو د زدهکړو لپاره په نویو تګلارو کار روان دی؛ خو دغه «لنډمهاله» پرېکړه د طالبانو له واکمنېدو وروسته په درېیم کال هم په خپل حال پاتې ده.