کاناډا په نړۍواله محکمه کې د افغان مېرمنو د جنسیتي ځورونې په اړه له څېړنو ملاتړ په ډاګه کړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د مېرمنو له حقونو د سرغړونې په برخه کې د ښځو د فعالانو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې، په نړۍواله محکمه کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ضد کړنو له امله د څېړنو او پلټنو په برخه کې د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ له وړاندیزه ملاتړ کوي.

ملني جولي د بشري حقونو او د ښځو فعالانو د لیک په ځواب کې د افغان نجونو او مېرمنو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ویلي، چې «د افغانستان له مېرمنو د ښه ژوند کولو هیلې تروړل شوې دي.»
د کاناډا، ایران او افغانستان د فعالانو یوې ډلې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په لسمه نېټه د کاناډا پارلمان ته د بشري ضد جنایت په توګه د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په تړاو غوښتنلیک سپارلی و.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې په دې وروستیو کې دغې غوښتنې ته په ځواب کې ویلی، چې د خپلو ټولو هڅو په کارولو سره به طالبان ځواب ورکولو ته اړ باسي او له دغې غوښتنې به ننګه او ملاتړ وکړي.
مېرمن جولي وویل: «کاناډا له بشپړو پلټنو څخه چې د افغانستان د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر او ځورولو په برخه کې تر سره کېږي ملاتړ کوي. په دغه ملاتړ کې هغه پلټنې هم راځي چې دا مهال د افغانستان د مېرمنو د وضعیت په برخه کې په نړۍواله محکمه کې روانې دي.»
هغې دا رنګه ویلي:« د څارنوالۍ دفتر منلې، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر مېرمنو او نجونو روان سیسټماتیک ظلم د روم په اساسنامه کې تعریف شوي جرمونه دي.»
د روم په اساسنامه کې چې د نړۍوالې محکمې د جوړېدو ځای دی، جنسیتي ځورونه او ربړونه د بشر ضد جنایت ګڼل شوی دی.
له دې سره د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو په اړه او په نړۍوالو قوانینو کې د هغو د تعریف په برخه کې څه نه دي ویلي.
ملني جولي ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ له ماموریته او د هغه له وړاندیزونو ملاتړ کوي.
ریچارډ بېنېټ په دې وروستیو کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې جنسي اپارتایډ دې په رسمیت وپېژني او د طالبانو له‌خوا دې د افغان مېرمنو په «سیسټاماټیکو سرغړونو» نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي.

نور خبرونه

رادیو