د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر: میلیونونه افغان نجونې خپلې هیلې پرېښودل نه غواړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/99a52fa11bdc929dec48df559c84e5fda7557b0e-1600x900.jpg?rect=0,123,756,425&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، میلیونونه افغان نجونې دې ته چمتو نه دي چې خپلې موخې پریږدي. ریچارډ بینیټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان میرمنو او نجونو سره د دغو ښځو او نجونو د هوډ په څیر ټینګ ودریږي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر همداراز ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړې له حقه باید دفاع وشي.
هغه دا هم ومنله، چې زدکړه د انسان حق دی او موږ د دوی (طالبانو) انتظار نه شو کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د زرګونو ورځو لپاره پر زدکړو د بندیز په اړه ګڼو چارواکو او نړیوالو سازمانونو غبرګون ښودلی او د افغان نجونو پر زدکړو بندیز یې غندلی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۴ مه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د زرو ورځو راهسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ورکولو له امله درې میلیارده د ښوونځیو ساعتونه ضایع شوي دي.
دغه سازمان دا هم ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړو بندیز د ښځو د تعلیم له حقه ښکاره سرغړونه ده.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري وايي، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولو سره "د افغانستان راتلونکې ویجاړه کړې ده".
له بلې خوا د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون د افغان نجونو د زدکړې له حقه انکار یو ناوړه عمل او د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون څخه سرغړونه وبلله.