ګورډن براون: له زده‌کړو د افغان نجونو راګرځول ناوړه عمل او د ماشومانو له حقونو سرغړونه ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر او د نړۍوالو زده‌کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له زده‌کړو څخه د افغان نجونو راګرځول، یو ناوړه عمل او د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

ګورډن براون له نړۍوالو وغوښتل، چې له افغان نجونو څخه ملاتړ وکړي.
د ښاغلي بروان په وینا، طالبانو پر نجونو د زده‌کړو په بندیز سره د ملګرو ملتونو منشور او د هغوی لومړني بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د «افغان نجونو غږ» په نامه په هغه کمپاین کې چې «زده‌کړې د چا په تمه نه پاتې کېږي» تر سر لیک لاندې پیل شوی کړې دي.
پنجشنبې د غبرګولي ۲۴مه نېټه هغه ورځ ده، چې طالبانو د زرو ورځو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.
دغې ډلې هغه نجونې هم له زده‌کړو راګرځولې، چې په پوهنتونونو کې یې لوړې زده‌کړې کولې.
په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په زرمې ورځې هم، د بشري حقونو ګڼو فعالانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دغه «ناروا کړنه» غندلې ده.

نور خبرونه

رادیو