د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

۱۰۰۰ ورځي کیږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړي، د دغو زر ورځو له پوره کېدو سره، د بښنې نړۍوال سازمان له دغې ډلې وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

دغه سازمان ویلي، چې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.

د بښنې نړۍ‌وال سازمان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو سیاستونه د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د «زده کړې جرم نه دی» هشتګ په کارولو سره لیکلي، چې طالبان باید سمدستي ټول منځني او له هغه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیدو یوه میاشت وروسته، دغه ډلې هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو د نجونو د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې.

نور خبرونه

رادیو