د ملګرو ملتونو یو چارواکي افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو کمولو په اړه اعتراض وکړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/71505f8b9ccdbcbbbc8e8a893f71d858aa572cd8-1200x1200.jpg?rect=0,99,1013,570&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د طالبانو د مشر په امر د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو پر کمښت غبرګون وښود. هغه د پنجشنبې په ورځ وویل، د تنخواوو کمول د طالبانو « له تبعیضه ډک او خپلسری» نوی ګام دی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې د کړکېچ پر لوري بیایي.
به دې وروستیو کې د طالبانو د چارو ادارې په یوه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په ټولو دولتي بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو تنخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.
په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې راغلي:« د پخواني حکومت د ادارو ټولې ښځینه کارکوونکې چې اوسمهال لوړې تنخواوې ترلاسه کوي؛ په ټولو بودجوي او نابودجوي واحدونو کې یې تنخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او د ټولو تنخوا باید یو شان وي.»
د ولکر ترک په بیانیه کې راغلي، چې په کور کېنول شویو مېرمنو لپاره د هغو د معاشونو کمول د هغوی کاري تجربو ته په کتو سخت توپیري چلند دی.
ښاغلي ترک له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول قانونونه او له تبعیضه ډک فرمانونه لغوه کړي؛ ځکه چې د افغانستان د بشري حقونو د ژمنو خلاف چاره ګڼل کېږي.
طالبانو د زدهکړو او روغتیا برخې پرتله، په نورو دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
طالبانو ویلي، چې په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته هم تنخوا ورکوي.