مکتبۍ نجلۍ ته لیک
امر ثاني ته منتظرې مکتبۍ! نن زر ورځې شوې چې ښوونځي ته نه یې تللې. زر ورځې بلا عمر دی. زر سهاره راویښه شوې خو د مکتب بکسه دې تیاره نه کړه. زر شپې ویده شوې خو د سباني درس تیاری دې ونه نیو، کورنۍ دنده دېونه کړه او مهال ویش دې جوړ نه کړ.
زرو ورځو کې دې څنګه ژوند وکړ؟ ژوند دې وکړ؟ که دې زما غوندې یوازې ساه واخیستله او وخت دې تېر کړ.
دا زر ورځې به دې په څومره پوښتنو نازنین ذهن خوړلی وي. ممکن هره ورځ به خدای پوښتې چې ولې یې نجلۍ پیدا یې؟ ممکن هره ورځ به خلک پوښتې چې نجلۍ پیدا کیدل دې خپل انتخاب نه و، نو ولې دې پرې ځوروي؟ ولې یې له ژوند کولو راګرځولې یې؟
رڼې پرښتې! څومره به دې زړه وچ درد کوي چې په لمن دې داغونه ږدي. اه! تکې سپینې کوترې! ستا یې په تورو داغونو څه؟ خو ته دې کوچنی زړه مه ځوروه.
دا داغونه چې هره ورځ یې تازه ږدي دا ستا نه دي، دا خو د کارغانو ذات دی. زه پوهېږم! ستا سترګې باید کتابونو ستړې کړې وای، اوښکو نه. اصلا اوښکې تویوې؟ ژړلی شې؟ که ته هم زما غوندې کرخته شوې یې. هېڅ نه احساسوې. نه ژاړې، نه خاندې، اصلا هېڅ!
څومره ډېر به دې خپل ټولګی یادېږي. په توره تخته د ریاضي سخته معادله حل کړې. د تباشیر ګرد دې د تور یونفورم په لستوڼو لکه د واورې پشم پریوځي. د استادې به افرین پسېپه ډېر دې زړه خوږېږي. د ازموېنې په شپه به دې سترګو ته کېږي. له نورو نجونو سره د زده کړې سیالي، او شرط وهل چې که هر چا ډېرې نومرې واخیستلې دوه ژاولې به اضافه اخلي. د کتابچې څنډو کې اوس هم ګلان رسموې؟ رنګه خط کشي یې کوې؟
څومره ډېرې به دې خپلې ملګرې یادېږي. څومره ډېر به غواړې د مکتب په ټال کې بیا وزانګې. له یوه درسي ساعت نه غلې وتښتې، استاده دې ګېره کړي او په دهلیز کې درپسې منډې وکړي.
د مکتب د انګړه ګلان بوی کړې. یو دانه پټ وشکوې، په کوڅۍ کې یې کېږدې. باغوان سرمعلمې ته شکایت وکړي، هغه دې یوه څپېړه ووهي. ګل دې له سره ولوېږي. سترګې دې سرې شي، خو بېرته ژر ګل راپورته کړې او د ډله همځولو منځ کې ورکه شې.
هوايي زاڼې! زنده دله زاڼې! څومره به دې خپل سیل یادېږي. خپله ډله. خپل بهیر. اصلا ته بغیر له هغوی څوک یې؟ نږدې ملګرې دې څه نومېده؟ فاطمه؟ مژګان؟ مرسل؟ زرغونه؟ نوم دې په یاد دی؟ خندا دې یادېږي؟ د سترګو ځلا خو به دې هېره نه وي چې ستا په لیدو به په ولولو شوه.
اوس یې احوال لرې چې څومره لیرې درنه تللې؟ په وطن ده که مهاجره؟ چېرې بې هویته، سرګردانه نوې ژبه زده کوي، یا نوي ټولګي کې شاملېږي. یا هم واده ده؟ که یې زړه و که نه و، څه به یې کړي و. لور خو تل د پلار په کور نه کیني کنه.
یوه ورځ خو به ځي، بالاخره لور ده او د پردي کور ده. زه پوهېږم قربان! موږ ته مکتب ډېر ښه و.
موږ څو کاله نورې هم د پلار او مور تر څنګ پاتې کیدلی شوای. موږ پلمه کولی شوای چې مه مو بیلوئ، زموږ خو لا درس پاتې. خو اوس به څه کوې؟ تر کومه؟ څوک دې د زړه غږ اوري؟ څوک دې د سترګو په درد پوهېږي؟ څوک دې بایله احساسوي؟ که یوازې ته یې وینې چې دا قمار دې ټول بایللی. په وچ میدان، تنها ولاړه یې. او چورت وهې تر کومه به په دې لړزاندو پښو ودرېږې. څوک به لاس درکړي؟ څوک به وي چې څراغ به راوړي. ممکن څراغ راوړي، خو زموږ هدیرې ته. ته راته څه وایې؟ همدا چې تیاره مړه یې! اه لیونۍ! دا مرګ دې نو څوک مني؟ د هیلو مرګ دې نو څه مرګ دی؟ اصلا تا کله حق درلود هیلې ژوندۍ وساتې؟ خوبونه ووینې؟ د روح ځنازه به دې څوک احساسوي، اصلا ستا ارواح مهمه نه ده که وي که نه وي.
ستا یوازې وجود مهم دی. دوی ته ستا ټول ارزښت ستا وجود دی. په هغه به بیا سرونه ماتوي چې د پلار په هدیره کې خښ شي که د میړه. اصلا ستا خو خپله د قبر یو لویشت ځمکه هم نه شته. زه هم لیونۍ یم څه وایم، ځمکه په سر وهې، تا خو اصلا د ځان سیاله نه ګڼي. ته دوی ته هېڅوک یې!
څومره ډېره به دې د پلار بېوسي زړه درخوري. دی چې د مکتب بندې دروازې ته ګوري څومره ډېر به ځان کمزوری احساسوي، چې هېڅ هم نه شې کولی. خو دا کمزورتیا به ستا په زړه لکه ګولۍ لګېږي، موږ ښايي د هر چا کمزوري وزغملی شو، خو د پلرونو نه شو. کله تاته یا ستا ورور وايي دا هېڅ نورماله خبره نه ده.
دا ګناه ده! جرم دی! بې انصافي ده! مور دې څنګه؟ په اولو ورځو کې چې په کور شوې حتما به یې ژړلي وي. په هغې خبره به یې یقین شوی وي چې د مور بخت له لوره نه ځي. ممکن ویریدلې وي چې ته هم د دې غوندې بېسواده شوې. خو اوس چې زر ورځې شوې د کور نیمايي کارونه ورسره کوې، د کورنۍ دندې او امتحان غم دې نه وي اوس هم درته ځورېږي؟ کله، کله درسره ژاړي، که هغه هم دا غم په چوپتیا کې تېروي.
حتما به دې ورور چې سهار مکتب ته ځي زړه به یې مړاوی وي. ته یې چې بکسه تیاروې، دی به ځان کمزوری احساسوي. د ورور مټې خو خور وي. حتا که یې دوی نه مني هم نه، خو همداسې ده. لکه زموږ قوت چې دوی دي. تا به د ورځې څو وارې زمزمه کوله:
ما بې وروره مه کړې
ورور مې ماسره جوړه
شرنګ مې د بنګړو
خو اوس چې د ښوونځي شرنګ بند دی، او ورور دې بې جوړې روان وي په زړه دې کومې لړې تېرېږي؟ ورور دې هم غلی وي، که کله، کله درسره فریاد کوي؟ کله خپل کتابونه درته غوړوي؟ او څه چې یې مکتب کې نوي زده کړي وي د شپې یې تاته تکراروي؟ که ستړی وي.
که یې ملګري میلمانه وي؟ که ګیم کوي؟ که هغه هم لکه مور دې، لکه پلار دې غلی وي، دا ویر په زړه کې پټ تېروي. د کلي د جومات ملا مو کله یاده کړه چې د مکتب تړل د خدای له امر نه سرغړونه ده؟ یا مو د کلي خان یاده کړې چې زما نیم ولس ولې تیارو ته ټیل وهل شوی؟ څوک دي چې ستا نابودي ویني، او درسره په ویر دي؟ څوک دي چې ستا زوال ته ژاړي؟ څوک دي چې ته نړېږې د دوی زړه درد کوي؟ څوک دي چې ستا د هیلو ځنازې په اوږو وړي؟ څوک دي چې ستا د درد نارې یې په خولو دي؟
زر ورځې نه دي، زر شپې دي. زر تکې تورې شپې، او ته یوازې په خالي میدان ولاړه. د زړه ټوټې! له ځانه خپله غېږه راتاو کړه. موږ چېغې نه شو وهلی، که موږ له درده فریاد وکړو بیا د دوی «امنیت» ته تاوان پیښېږي. د دوی «سوله» ړنګېږي. دوی به بیا لکه د ګور چینجي یو بل سره خوري.
دوی د یو بل وینو ته تږي ناست دي خو په منځ کې به لکه تل موږ تر پښو لاندې شو. موږ د یوې چېغې حق هم نه لرو. ښايي وپوښتې چې ولې؟ اخر ولې؟ ځکه چې موږ ښځې یوو. زموږ غږ حرام دی. زموږ غږ ناموس دی. زموږ غږ غیرت دی. ښايي لکه زرګونه نور کلونه د تاریخ هم هېرې شو. یوه پاڼه به هم په موږ ونه لیکل شي. د یوې نوم به هم یاد نه شي. ممکن یوه جمله چېرې ولیکي چې یوه زمانه وه او نجونو حق نه درلود مکتب ته ولاړې شي.
هغه هم که نیکمرغه وو. مګر همداسې نه ده؟ ته ولې په غوسه شوې؟ ستا سترګې ولې سرې شوې؟ ته غواړې ماته څه ووایې، چې همداسې نه ده. زه په غلطه یم. ته غواړې ماته ووایې چې خپل تقدیر بدلوې؟ ته غواړې ماته ووایې چې ځان له سره تعریفوې؟ ته انصاف غواړې؟ خو نه وینې دا ځنیځرونه، زه، ته، زموږ ملګرې، زموږ میندې، موږ ټولې په ځنیځرو تړلې یوو. یوازې موږ نه یوو، دوی هم ټول په ځنځیرو تړلي.
مکتبۍ! خو که ته رښتیا تقدیر بدلوې، خوبونه ووینه! که تا په دې زرو شپو کې خوبونه نه وي لیدلي، تا نور هم دا ځنیځرونه قوي کړي. خوب ووینه چې له رڼې سپوږمۍ دې غېږه تاو وي. خوب ووینه چې په سپینه چپنه کې په مهربانو سترګو د ناروغې سر ته ولاړه یې. خوب ووینه چې د ښوونځي زنګ شرنګوې. خوب ووینه چې نارنجي الوتکه له وریځو پورته جګوې. خوب ووینه چې ټوله محکمه یوازې ستا د یوه حکم په انتظار وي.
خوب ووینه چې دا پاشلي خلک د رڼا پر لور رهبري کوې. که یې زر ورځې نورې هم په زرو شپو درته بدلې کړې، زر خوبونه ووینه. انسان چې خوب ویني شپه یې رڼا وي، لار نه ورکوي. انسان چې خوب ویني د درېدو او مخکې تللو دلیل لري. خوب ووینه، یو وار بیا به د مکتب په ټال کې زانګې او ملګرې به دې ټالۍ درکوي. ډېر ګلان، ډېر کتابونه، ډېر رنګونه، ډېره رڼا په خوب ووینه. دوی ستا له خوبونو ډارېږي. ځکه یې ستا د خوبونه دنیا (مکتبونه ) بند دي. خوبونه هویت درکوي، خوبونه غږ درکوي، خوبونه جرات درکوي، خوبونه ژوند درکوي او دوی ټول له همدې ډارېږي.
له همدې یې ویره ده چې یوه ورځ به دې غږ ژوندی وي له دوی به د ټولو داغونو، ټولو ظلمونو او نارواوو پوښتنې کوې. دوی دې ستا دنیا ړنګوي خو ته خوبونه وینه. حتا که ذره، ذره شوې په هره ذره دې جلا خوبونه وینه. بیا به یې وګورې چې د ځنیځرونو یوه، یوه کړۍ څرنګ ورستېږي او خپله به وشړېږي.
دوی به ځان کې ورک شي، لکه ایرې، سپکې ایرې چې مازې شمال یې پناه کړي. خدای چې خیال درکړی بې هېڅه نه دی، د همدې ورځې لپاره دی چې دوی دې وزر وتړي، په قفس کې دې بندي کړي ته په خیال او خوب کې والوځوې.
مکتبۍ نجلۍ! وار به نه خطا کوې. زړه به نه لړوزې. لمر به حتما راخېږي، او ته به د وطن له غرونو لوړه الوځې. خوبونه وینه، ځکه یوه ورځ به حتما ستا ټول لیدلي خوبونه رښتیا کېږي. او دا ټول غلي خلک به ستا لپاره نارې کوي. ستا درد به په چېغو ژاړي. ته به یوازې نه یې، ته به د دوی سرلارې یې.