یونیسېف:د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له ۳مېلیارډه ښوونیزو ساعتونو سره برابرې دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، نن یوه غمجنه او اندېښمنوونکې ورځ ده؛ په افغانستان کې ښوونځيو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو پر تګ د بندیز له اعلان څخه ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ښوونځي څخه بهر ۱۰۰۰ ورځې د ۳ مېلیارد ښوونیزو ساعتونو د لاسه ورکولو سره یو شان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د ۱.۵ مېلیونه نجونو لپاره دا سیسټماټیک محرومیت نه یوازې د دوی د زده‌کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د فرصتونو کمېدو او د رواني روغتیا د خرابیدو لامل هم کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ماشومانو حقونه په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاستونو له امله یرغمل نه شي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:« دغه بندیز روان بشري ناورین لا پسې زیاتوي او د افغانستان پر اقتصاد او پراختیایي لارو جدي اغېز کوي.»
د دغه بنسټ په خبره، ښوونه او روزنه یوازې فرصتونه نه برابروي؛ بلکې په کم عمر کې نجونې د ودولو، خوارځواکۍ او نورو روغتیایي ستونزو څخه ساتي او د سېلابونو، وچکالۍ او زلزلې په څېر د افتونو پر وړاندې د دوی مقاومت پیاوړی کوي.
دغه اداره وایي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق زیاته کړې ده:« له شریکانو سره په ګډه، موږ ۲.۷ مېلیونه ماشومان په لومړنیو زده‌کړو کې، د ۶۰۰زره ماشومانو لپاره د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړې ټولګي چلوو، چې دوه پر درېیمه برخه یې نجونې دي، ښوونکي هم روزو.»
خبرپاڼه کې له طالب چارواکو غوښتنه شوې، چې «ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي او نړۍواله ټولنه دې هم د نجونو ملاتړ وکړي، چې موږ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري. هیڅ هېواد تر هغې مخ په وړاندې تګ نه شي کولای، چې نیمايي نفوس یې شاته پاتې وي.»

نور خبرونه

رادیو