د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام؛ افغانستان سبا د پاپوانیوګېني پر وړاندې لوبېږي
افغانستان په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپلې درېیمې لوبه کې د پاپوانیوګېني لوبډلې سره لوبېږي. دغه لوبه سبا سهار د افغانستان پر وخت په پنځو بجو د وېسټ انډیز په کوربهتوب پیلېږي.
تر دې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان تېره اونۍ د نړۍوال جام په دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته هم تاریخي ماتې ورکړه.
د دغه لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
تر دې مهاله د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره له وېسټ انډېز څخه وروسته دویمه مخکښه لوبډله ده.
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز مخکښ توپ وهونکی او فضل الحق فاروقي مخکښ توپ اچوونکی دی.
تازه د کرېکټ نړۍوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې محمدنبي په نړۍواله کچه لومړی الراونډر شو.
که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي؛ نو په اتو غوره لوبډلو سره به د بل پړاو سیالیو ته لار ومومي.