طالبان: له درې نیم زره ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال د دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ د نمیروز ولایت د ابرېښم پل له لارې ۲۸۷۵ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.
طالبان وايي، په راستنو شویو کډوالو کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
همدارنګه د طالبانو دغه وزارت وايي، په همدې ورځ ۷۶۳ تنه کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان له لوري په زور راستانه شول.
د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېریې ۶۷ تنو ته رسېږي د تورخم او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې راستنې شوې.
طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
دغه کډوال په داسې حال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د روان میلادي کال د جون تر ۱۱مې له دغه هېواده د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷ زره او ۱۶۶ تنو ته رسېدلی او د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو