د ملګرو ملتونو چارواکی: جنسیتي توپیر د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ظلم ښکاره بېلګه ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د چهارشنبې پر ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي، جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت دی چې، په افغانستان کې د ښځو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه ترېنه کار اخېستل کېږي.

هغه له دولتونو وغوښتل، چې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
جنسیتي توپیر یا اپارتاید تر اوسه په نړۍوالو قوانینو کې د جرم په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو افغان فعالان په نړۍوالو قوانینو کې د هغه د رسمیټ پېژندلو لپاره لاس په کار شوي دي.
ښاغلي بنېټ ویلي، چې «هغه د بشریت ضد جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو او تصویبولو ملاتړ کوي.»
ریچارډ بنېټ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل نوی راپور خپور کړ.

په پام کې ده، چې دغه راپور د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي.
ښاغلي بنېټ ویلي، چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د هغوی ځپل «د طالبانو د اېډیولوژۍ او حکومت په زړه کې ځای لري.»
د هغه په خبره، طالبان په افغانستان کې له تبعیض، توپیر انساني کرامت ته په سپکاوي او په ټولنه کې د ښځو په حذفولو تورن دي هغوی غواړي په لوی لاس نجونې او مېرمنې له افغان ټولنې څنډې ته کړي.

د اړیکو د عادي کولو مخنیوی

د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې ریچارډ بنېټ له نړۍوالو غوښتي، چې «د طالب چارواکو سره د اړیکو عادي کولو او هغوی ته دې له مشروعیت ورکولو څخه» ډډه وکړي.
هغه دا رنګه ویلي، چې د ښځو پر وړاندې «پلان شوی ظلم» باید یو له هغو مهمو موضوعګانو څخه وي چې په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان په اړه له طالبانو سره شریکېږي.
طالبانو د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ټولې هغه غوښتنې چې د مېرمنو پر وړاندې د هغوی په توپیري چلند شوې ردې کړي او ویلي یې دي، چې دغه کړنې د اسلامي شریعت له مخې کېږي او دا د هغوی کورنۍ مسله ده.
طالبانو له ملګرو ملتونو هم غوښتي، چې د ښځو د حقونو موضوع دې د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د چنګاښ به ۱۰مه او ۱۱مه نېټه جوړېږي، نه رامخې ته کوي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړۍوالو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د معاهدو په ماتولو کې دې طالبان په نړۍوالو محکمو کې ځواب ویلو ته مجبور او د هغوی په اړه دې دغو محکمو ته شکایت وکړي.
هغه دا رنګه د بشري جنایتونو له هغې ډلې یې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپير او د هغوی د ځورولو او کړولو په اړه د نړۍوالو محکمو له څېړنو او پلټنو ملاتړ کړی.

نور خبرونه

رادیو