له طالبانو سره د نړۍ زر ورځې تعامل چې د نجونو ښوونځي یې هم تړلي
له هغه سهاره زر ورځې تېریږي، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو زدکوونکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښوونځیو ته ولاړې، خو دروازې د دوی پر مخ تړلې وې او په ژړا خپلو کورونو ته ستنې شوې. د شمېرو له مخې، طالبانو نېږدې یو نیم میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې کړې دي.
دغو نجونو درې میلیاره درسي ساعتونه په کور کې تېر کړی دي او د هرې ورځې په تېرېدو یې د خپلو هیلو له منځه تلل ولیدل او نېږدې یو نیم میلیارده هیلې د له منځه تلو په حال کې دي.
طالبان لا هم هڅه کوي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هغه هېواد وي، چې د نجونو تعلیم پکې "تر بلې خبرتیا پورې" منع دی.
ډېری افغانان اندېښنه لري، چې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل به عادي شي.
د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانېستلو کې د نړیوالې ټولنې کمزورتیا
د ۱۴۰۰ کال د زمري له ٢٤مې نېټې تر اوسه د هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو سازمانونو استازو له طالب چارواکو سره په لسګونو غونډې کړې او په ډېریو مواردو کې يې د ښوونځيو د بيا پرانېستلو غوښتنه کړې ده، خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه درلوده.
طالبانو د نجونو د ښوونځو دروازه داسې بنده کړې ده، چې د نړیوالې ټولنې هرې هڅې نتیجه نه ده ورکړې.
ډیری هیوادونه له طالبانو سره د یو څه تعامل په لټه کې دي، چې ظاهرا یې موخه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو سرغړونې په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی کم کړي.
د طالبانو د منتقدینو په باور، که څه هم له دې ډلې سره محدودو اړیکو یوازې د هغوی په عادي کولو کې مرسته کړې، خو د ښځو او نجونو په وړاندې د دې ډلې سیاستونه بدل شوي نه دي.
سره له دې چې طالبانو د نجونو د زدکړو او نورو مسایلو په اړه د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی او برعکس یې لا پسې سخت کړی هم دی، خو ملګرو ملتونو او د سیمې ځینو هېوادونو له دې ډلې سره خپل تعامل زیات کړی هم دی.
د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونه چې تل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په غونډو کې له طالبانو سره ښه ښه تګلاره لري، د طالبانو د سیاستونو په اړه خپل دریځونه په ډېر احتیاط او محافظه کارۍ سره څرګندوي.
داسې ښکاري، چې دغو هېوادونو په نا لیکلې توګه د طالبانو دا دریځ منلی چې د نجونو د زدکړو مسله د دوی کورنۍ مسله ده.
ددغو هېوادونو ډېری ټینکار له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر زیاتوالي، د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو، په افغانستان کې له رامنځته شویو ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون دی.
لویدیځوالو هم د اوس لپاره د نجونو پر زدکړو د بندیزونو له امله یوازې د بیانیو په خپرولو اکتفاء کړې ده.
که څه هم امریکایي چارواکي وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې پاملرنه کوي، خو داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د واشنګټن یوازینۍ اندېښنې پر امنیتي مسایلو او د خپل هېواد پر ګټو متمرکزې دي.
ملګري ملتونه
ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړۍوالو سازمانونو له فعالو ادارو څخه دی.
پر دې سربېره، په افغانستان کې د دغه سازمان د استازو حضور او کابل ته ددوی تګ و راتګ او له طالب چارواکو سره کتل هم د پام وړ دی.
له بلې خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو په ګډون د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د ښځینه فعالانو اعتراضونه تر ډېره په تړلو ځایونو کې دوام لري.
د ښځو اعتراضي خوځښتونه په خپلو ډېریو بیانیو کې له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې څخه غواړي، چې دغه ډله تحریم او د هغوی پر سفرونو بندیزونه ولګوي او دغه راز نړۍوالو ناستو کې د دوی د ګډون مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې سعودي عربستان ته د حج د مراسمو لپاره د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د څلورو جګپوړو چارواکو د سفر بندیزونه لغوه کړل.
ښاغلی حقاني په خپل لومړني رسمي سفر کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
په دې وروستیو کې ملګري ملتونه په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو لپاره د درېیمې غونډې پلانونه جوړوي.
ښځينه فعالانې ټينګار کوي؛ په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي دي او د ښځو پر کار او نورو لسګونو مواردو یې بندیزونه لګولي دي، د دوحې په ناسته کې ددې ډلې ګډون به یوازې د طالبانو د مشروعیت د ترلاسه کولو لامل شي.
له دې سره، ملګري ملتونه بیا د دوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو پر حضور هم ټینګار کوي او له طالب چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کوي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو د زده کړې د منع کېدو موضوع په نړۍوالو ناستو کې خپل رنګ له لاسه ورکوي او ځای یې له دې ډلې سره د تعامل او په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مبارزې ته ورکوي.
اخوا طالبانو بیا تل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو بندېدل موقتي دی او د شریعت پر اساس به نجونې یو ځل بیا ښوونځیو ته ستنې شي.
طالبان په داسې حال کې دغه خبرې مطرح کوي، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وویل، چې د نجونو د زده کړو موضوع په دې ډلې پورې اړه لري او د طالبانو حکومت د نړۍوالې ټولنې په فرمایش عمل نه کوي.
مسلمانه ټولنه
ګڼو هېوادونو چې اکثريت نفوس یې مسلمانان دي، د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو منع کېدل غندلي دي او دا کار يې د اسلام د لارښوونو خلاف بللی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان چې د مسلمانو هېوادونو تر ټولو لوی نړیوال سازمان دی، تېره میاشت یې په یوه پرېکړه لیک کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو په تېره بیا د زدکړو او کار له حق څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
دغه سازمان وویل، چې د بشردوستانه کړنلارې په چوکاټ به له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.
له دې سره، د طالبانو یوه پلاوي د روان کال په غویي میاشت کې هم ددې سازمان په پنځلسمه ناسته کې برخه اخیستې وه.
د نجونو د زدکړو د منع کولو پایلې
د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو منع کېدل د جبران وړ نه دي.
د بشري حقونو د سازمان په خبره، د نجونو د ښوونځیو دا ډول دوامداره بند پاتې کېدل په کم عمر کې د نجونو د ودونو او د کورنیو تاوتریخوالو لامل کیږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د کم عمره ودونو ۲۵ سلنه زیاتوالي لامل شي.
پر دې سربېره، په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې نجونې د طالبانو تر څار لاندې او د دیني نصاب پر بنسټ دیني مدرسو ته د زده کړو د دوام په موخه ځي.
سره له دې چې دغه ښوونځي "خطرناک او د افراطیت او ترهګرۍ د ترویج" په نوم یادیږي، خو ځینې کورنۍ هڅه کوي، چې دغو مرکزونو ته خپل ماشومان واستوي، ترڅو یې خپل ماشومان له لیک او لوست سره تړلي وساتي.
د افغانستان د نجونو د یوه بل نسل د هیلو له منځه تلل
په تېرو درېو لسیزو کې دا دویم ځل دی، چې طالبان په خپل ټول توان سره د افغان نجونو ښوونځي ته د تګ مخه نیسي.
طالبان چې لومړی ځل هم د افغانستان په ۹۰ سلنه خاوره کې واک ته ورسېدل د نجونو د زده کړو مخه یې ونیوله.
په ۲۰۰۱ کال کې چې طالبان له ماتې سره مخ شول او د افغانستان لپاره یو بل پیل شو، د طالبانو له تګلارو څخه نه جبرانېدونکې اغېزې د سلګونو ښځو او نجونو پر سر پاتې شوې.
دوی په دې موده کې خپلو هیلو له رسېدو څخه پاتې شوې او له وخته مخکې او اجباري ودونو سره مخامخ شوې، چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو سره بیا هم خپلو نیمګړو هیلو ته و نه رسېدل.
په هغه وخت کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پایله دا وه، چې د ښځو یو نسل له زده کړو بې برخې پاتې شي، چې اوس همدا نسل د خپلو لوڼو د ورته راتلونکي له وېرې سره مخامخ دي.
د طالبانو اوسنی حکومت چې د درې کلنۍ په درشل کې دی، د پوهنې په برخه کې یوازې ښځې او نجونې نه دي محدودې کړې.
طالبانو د دې ډلې مشر ته منسوب یو لړ حکمونه پلي کړي، چې د بشري حقونو ډیری فعالین او کارپوهان په دې باور دي، چې دا د "جنسيتي تبعیض" یوه بیلګه ده.