طالبان: تر درې نیم زره ډېر کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د سه شنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) ۳۷۱۲ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۴۳۷ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د وریښم له لارې په خپله خوښه او زور له ایرانه راستانه شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې کورنۍ او مجردان هم شامل وو، چې ۶۴۰ تنه په کې اړمن پېژندل شوي او د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړۍوال پروګرام سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۳مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۵ تنو ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په زور له پاکستانه راستنې شوې.
یاد وزارت وايي، له پاکستانه په زور تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
بل خوا پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۷۰۷ زره او ۱۶۶ تنو ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو