پاکستانۍ رسنۍ: د جون تر ۱۱مې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۶۰۷ زرو ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۱۱مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷ زره او ۱۶۶ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د راپور له مخې، د مې له ۲۹مې د جون تر ۱۱مې پورې د ۱۶۷۲۱ ستنو شویو افغان کډوالو له ډلې ۷۶۲۱ یې نارینه، ۴۵۸۷ یې ښځې او ۴۵۱۳ یې ماشومان دي.
د راپور په لیکنه، دغه ۵۱۰ کورنۍ په ۶۸۷ موټرو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه وړمه ورځ پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي، چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ مشکوک بانکي حسابونه هم څېړل شوي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو