هېدربار: له دولتونو مې غوښتنه دا ده، چې د هاګ په محکمه کې له طالبانو شکایت وکړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د بشري حقونو د څار سازمان چارواکې هېدر بار وايي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې له هېوادونو غوښتي چې جنسیتي توپیر دې د یو جرم په توګه وپېژني.

مېرمن بار لیکلي، ښاغلي بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د ښځو له حقونو څخه د طالبانو د سرغړونې په اړه دې نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به (د جون په ۲۱مه د چنګاښ په لومړۍ نېټه) د بشري حقونو په اړه خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.
که څه هم چې تر دې دمه ښاغلي بېنېټ د خپل راپور متن نه دی خپور کړی؛ خو د ښځو په برخه کې د بشري حقونو مرستیالې هېدر بار د سه شنبې په ورځ د دغه راپور د منځپانګې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
هېدر بار لیکلي دي، چې ښاغلی بېنېټ په زغرده له هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو څخه د ترسره شويو جنایتونو په اړه اښتنې پوښتنې وشي.
د نوموړې په وینا، «ښاغلي بېنېټ د طالبانو له‌خوا تبعیضي چلند بشري ضد جنایت یاد کړی او ویلي یې دي، چې دغه تګلاره په خپل ذات کې د افغانستان د ټولو خلکو پر ضد یو سیسټماټیک برید دی.»
ریچارډ بنېټ د ښځو فعالانو له هغه وړاندیزه ملاتړ کړی چې ویلی یې و، جنسیتي توپیر دې د نړۍوالو قوانینو په اډانه کې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو له‌خوا د یو جرم به توګه ومنل شي.
دمګړۍ ګڼ سازمانونه او د بشری حقونو فعالان هڅه کوي، چې جنسیتی اپارتاید، د سویلي افریقا د نژادي اپارتاید په شان، په نړۍوالو قوانینو کې د یو جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي؛ خو د نړۍ مهمو دولتونو تر دې مهاله له دغې غوښتنې ملاتړ نه دی په ډاګه کړی.
د اغلې هېدر بار په وینا، ریچارډ بنېټ پخپل راپور کې له دولتونو غوښتي چې «په نړۍوالو جنايي محکمو کې دې د طالبانو له‌خوا د ترسره شویو جنایتونو، له هغې ډلې د جنسیتي ځورونې په اړه له ترسره کېدونکو څېړنو او پلټنو ملاتړ وکړي.»
دا رنګه هېوادونه باید طالبانو سره «د اړیکو په عادي کولو یا هغوی ته د مشروعیت ورکولو» په برخو کې «تر هغې چې د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې تایید شوي او ښکاره ګامونه نه وي اخیستل شوي، له هغو چارو دې ډډه وکړي.»
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه په قطر کې جوړه شي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو د ملاتړ نړۍوالو بنسټونو د یو لیک په خپرولو د دوحې په ناسته کې برخه اخیستونکو هېوادونو ته ویلي و، چې «نړۍ په خطرناکه توګه د طالبانو واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو لپاره نږدې کېږي.»
هغوی له هېوادونو غوښتي وو، چې دوی دې د ښځو د حقونو په برخه کې طالبانو ته امتیاز نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو