‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۳۷۱ افغان کډوال (د غبرګولي په ۲۱مه) د سپین بولدک او چمن لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت په اېکس پاڼه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ لیکلي، ۵۶ کورنۍ چې ټولټال ۲۶۱ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې او تر نوملیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.
‏ورته مهال په کندهار ولایت کې د طالبانو د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۲۴ کورنۍ چې ټولټال ۱۱۰ کسان کېږي له دغې لارې راستنې شوې او تر نوملیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوې دي.
له بل پلوه تېره ورځ پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمن بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو