د بشري حقونو څار سازمان: د دوحې ناسته ښه فرصت دی، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲

د بشري حقونو څار سازمان وایي، د دوحې درېیمه ناسته یو ښه فرصت دی چې نړۍوال د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي.
دغه سازمان ویلي، په دوحې ناسته کې باید له هر هغه څه ډډه وشي چې په کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي او یا هم په کې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره لېوالتیا لېدل کېږي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه د یوه ویډیویي راپور په خپرولو سره ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د جنایتونو حساب ورکولو ته اړ باسي او تر هغې دې پر دغې ډلې بندیزونه نه لرې کوي؛ چې بشري حقونو ته یې غاړه نه وي اېښې او د ښځو پر وړاندې یې خپلې کړې ژمنې نه وي عملي کړي.
دغه سازمان وړاندې وایي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره په زده‌کړو بندیز لګولی او تر څنګ یې پر نجونو او ښځو ځیني نور بندیزونه هم لګولي دي.
دغه سازمان زیاته کړې:« ورو، ورو دغه بندیز تر پوهنتونه وغځېد او د ښځینه زده‌کړیالانو د لوړو زده‌کړو بشپړولو مخه یې ونیوله. د زده‌کړو بندیز پر افغان ښځو د نورو بندیزونو پرتله په سر، سر کې ځای لري.»
په راپور کې راغلي، طالبانو د دې تر څنګ په افغان ښځو او نجونو د دندې، سفر کولو او ان د کورونو څخه له محرم پرته پر وتو بندیز لګولی، چې دا په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي ناورین دی چې د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا د جنسیتي توپیر په نامه غندل شوی هم دی.
راپور وایي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي او پوهنتونونو ته پر تګ لګېدلی بندیز یوه تراژیدي ده؛ هغه انرژي او هیلې چې په دې موده کې له لاسه تللې، د جبرانېدو وړ نه دي.
د راپور له مخې:« په افغانستان کې ښځې او نجونې خپل وضعیت ته په کتو وایي، چې داسې انګیري لکه په زندان کې چې اوسېږي؛ خو دغه پالیسي هم په ټول هېواد کې یو عذاب ورکوونکی ګوزار دی.»
دغه سازمان وایي، داسې یو څه په بل هېواد کې نه دي پېښ شوي؛ افغانستان په ټوله نړۍ کې داسې یو هېواد دی، چې ښځې او نجونې یې له زده‌کړو منعه کړل شوې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، یوازې طالبان دي چې په ټولنه کې یې د هېواد د نیمایي نفوس د ګډون او د خپل هېواد په پرمختګ کې د هغوی مخه نیولې ده.
د دغه سازمان په خبره، د افغانستان خلک په دې برخه کې د نړۍوالو هڅو او مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو