د یوه پاکستاني بنسټ څېړنه: طالبان د افغانستان د پرمختګ له وېرې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲

د دیني چارو د نړۍوالې څېړنې شورا په یوه څېړنه کې لیکلي، چې کندهاري طالبان د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د حقاني شبکې او د پکتیکا طالبانو پرتله سخت دریځه او محافظه کاره چلند کوي.
د دغه پاکستاني بنسټ په وینا، طالبان د افغانستان د پرمختګ له وېرې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

دا څېړنه د «طالبانو پېژندګلوي: نظر او ستراتیژي» نومېږي او په تېر یوه کال کې یې د طالبانو تګلارې او نظرونه څېړلي دي.
د دې څېړنې لیکوالانو افغانستان ته سفر کړی او په کندهار کې د دغې ډلې له والي او ملا هبت الله د سلاکار ملا شیرین، څېړونکو او د مدني ټولنو د غړو په ګډون یې له لسګونو طالب چارواکو سره مرکې کړې دي.
د دغو څېړونکو د راپور یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم ورکړل شوې ده.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالې څېړنې د دغې شورا لیکوالان په دې باور دي، چې کندهاري طالبان د نجونو له زده‌کړې سره مخالف دي؛ ځکه دوی وېره لري چې په عامه ځایونو کې د ښځو د اوسېدو اجازه به "افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور وخوځوي."
په دې څېړنه کې ویل شوي کندهاري طالبان په دې باور دي، چې «ښځو ته امتیاز ورکول د دیموکراسۍ او اسلامي شریعت ترمنځ سرحدونه له منځه وړي.»
دغه څېړنه وايي: «په لوی کندهار کې چې دودیزه او مذهبي اېډیالوژي په کې حاکمه ده، د اختلاف وړ واړه غږونه د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو د وېرې له امله ډېر ژر غلي کېږي.»

طالبان سره متحد نه دي

د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا لیکلي، چې طالبان یو څو اړخیزه تحریک دی او په دې ډله کې سیمه‌ییز وېش له ورایه څرګند دی.
همدارنګه د طالبانو د ډلې د اېډیالوژۍ په اړه د دوی چلند هم سره توپیر لري.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبان په درېیو برخو وېشل شوي دي: افراطي، معتدل، قومي او سیمه‌ییز؛ لکه د کندهار او پکتیا د طالبانو ترمنځ شخړه او په پای کې په جنګي او سیاسي ډلو وېشل شوي.
که څه هم په طالبانو کې دننه د مخالفت اوازې اورېدل کېږي؛ خو دغه پاکستاني څېړنیزه اداره په دې باور ده، چې پر دې ډلې د طالبانو د مشر کنټرول «باثباته او له ننګونو سره نه دی مخ شوی.»

کلیوال او ښاري طالب


د دغه پاکستاني بنسټ لیکوالان په دې باور دي، چې د کندهاري طالبانو مشران په کلیو کې اوسېدل او د حقاني شبکې مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسېدل او دې کار د ښځو د زده‌کړې او د باندې نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په ګډون نورو برخو کې پر هغوی اغېزې کړې دي.
دغه بنسټ وايي، چې د جګړې پر مهال کندهاري طالبان د پاکستان په لرې پرتو سيمو لکه چمن، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، کچلاک او د کوټې ښار په څنډو کې اوسېدل او يو شمېر يې په غرونو کې اوسېدل، چې له عصري او ښاري ژوند لکه د ښځو د تعلیم سره بلد نه وو.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د پکتیکا طالبان چې په عمده توګه په کابل، خوست، پکتیا او پکتیکا او د لوګر په ځینو برخو کې ژوند کوي، د پاکستان په ښارونو لکه اسلام اباد، بنو، پېښور او دېره اسماعیل خان کې د ژوند کولو تجربې لري. د ښځو د تعلیم په څېر مسلو ته نسبتا ښکاره او څرګند نظر لري.
په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د پکتیا طالبانو د القاعده، تحریک طالبان پاکستان له بهرنیو وسله‌والو سره د نږدې اړیکو او په ښارونو کې د اوسېدو له کبله یوه نسبتاً معتدله ډله ګڼل کېږي، چې له نړۍ سره د اړیکو ساتلو پلوي کوي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا په دې څېړنه کې لیکلي، چې د کندهاري طالبانو په ډله کې دیني عالمان او جهادي قومندانان شامل دي چې په کندهار، هلمند، فراه، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې ژوند کوي.
د دې څېړنې د متن له مخې، کندهار د دغې ډلې د واک مرکز دی او د کندهار طالبان د طالبانو په حکومت کې د پام وړ نفوذ او واک لري.

هبت الله ته نږدې کړۍ


د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته د نږدې کسانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د دې څېړنې پر بنسټ، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د علومو اکاډمۍ رئیس فریدالدین محمود، د بلخ والي یوسف وفا، د کندهار والي ملا شیرین، د عدلیې وزیر عبدالحکیم حقاني، د عدلیې وزیر نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزیر او د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له نږدې سلاکارانو څخه دي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا وايي، دغه کسان د طالبانو مشر ته په مهمو مسایلو په تېره بیا د شرعي او بهرنیو چارو په اړه مشورې ورکوي.

پنځه زره کسیزه ځانمرګي قطعه


د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي، چې ملا هبت الله اخندزاده د خپلو ځانمرګو ځواکونو لپاره یوه پنځه زره کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
دا شورا لیکي: «د طالبانو مشر د هغو کسانو لپاره ډېر درناوی لري، چې په خپله خوښه د ځانمرګو له قطعې سره یوځای کېږي.»
د امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د جګړې له پای ته رسېدو سره، سره د طالبانو ځانمرګي ځواکونه لا هم فعال دي.
په راپور کې لیکل شوي، چې د طالبانو مشر د وژل شویو جنګیالیو د کورنیو ملاتړ له نږدې څاري او هغوی یې د شهیدانو او معلولینو وزارت تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د دې کار موخه نه یوازې د دغو کورنیو وضعیت ته پاملرنه؛ بلکې د طالبانو په ډله کې د وفادارۍ ریښې پیاوړې کول هم دي.

پر امنیتي بنسټونو د طالبانو انحصار او ولکه


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبان یوازې خپلو غړو او خپلوانو ته په امنیتي بنسټونو کې اجازه ورکوي.
طالب جنګیالیو ته ویل شوي، چې د وخت په تېرېدو سره به په پوځ او پولیسو کې استخدام شي.
په څېړنه کې ویل شوي، چې د طالبانو په پوځ او پولیسو کې د هغو کسانو د شاملېدو چانس ډېر کم دی چې د طالبانو غړي نه وي.

د دوحې د دفتر بې اعتباره کېدل


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې یو شمېر طالبان په دوحه کې د سیاسي دفتر غړو ته د شک په سترګه ګوري او دغه بې باوري د طالبانو د قوماندانانو او د دوحې د دفتر د غړو ترمنځ چې په تېرو څو کلونو کې د بهرنيو چارواکو سره په سیاسي مذاکراتو او تعاملاتو بوخت دي، د واټن لامل شوی دی.
دغه بنسټ د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ته نږدې د یوه شنونکي په حواله لیکلي، د طالبانو قوماندانان او جنګیالي داسې احساس کوي چې د دوحې د دفتر غړي ارام او لوکس ژوند کوي.
دغه راز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو هم دوی ته ډېر کرېډېټ ورکړل شوی دی.
په داسي حال کې چې طالب قوماندانان فکر کوي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو کې اصلي رول دوی لوبولی دی.
ظاهراً داسې ښکاري، چې د سیمې هېوادونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لېواله دي؛ خو د دیني چارو د نړۍوالې څېړنیزې شورا په وینا، حقیقت دا دی چې دغه هېوادونه هم په دې برخه کې او له طالبانو سره په اړیکو کې له احتیاطه کار اخلي.
د دې څېړنې له مخې، د نړۍوالې ټولنې انتخاب له طالبانو سره غیر رسمي تعامل دی.
دا تعامل په عمده توګه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو رسولو په موخه ترسره کېږي.

د سلفیانو ځپل


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبانو له سلفیانو سره سخت چلند کړی دی.
دا ډله په هیڅ توګه سلفیان نه زغمي او د داعش په ملاتړ یې تورن کړي دي.
دا ځپل تر دې حده رسېدلي، چې د سلفیانو فعالیتونه په جوماتونو، مدرسو او غونډو کې هم بند شوي دي.
د دغه څېړنې لیکوالان په دې باور دي، چې پر سلفیانو فشار د داعش سره یوځای کېدو ته لاره هواروي.
په دې څېړنه کې د ازبک ملیشو د ځپلو یادونه هم شوې ده.
د طالبانو یوه قوماندان ویلي، چې طالبانو په ننګرهار او کونړ کې د ښځو په ګډون د ازبکستان د اسلامي تحریک ۳۰۰ غړي وژلي دي.
د ازبکستان اسلامي غورځنګ د ازبکستان لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي، هغه هېواد چې غواړي افغان طالبان قانع کړي چې د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو په پراخولو سره ازبک ملیشې وځپي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې داعش له ځپلو کېدو سره، سره د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ دی.

د غیر پښتنو شته‌والی سمبولیکه بڼه لري


د پاکستان د یوي موسسي د دې څېړنې پر بنسټ، كه څه هم طالبانو د تاجك، هزاره او ازبك له ډلې څخه ځيني كسان په دولتي پوستونو ګومارلي؛ خو د هغوى شته‌والی سمبوليكه بڼه لري.
د بامیان په څېر په غیر پښتنو ولایتونو کې د واک جوړښت هم د پښتنو طالبانو په لاس کې دی.

نور خبرونه

رادیو