پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کې د ناقانونه کډوالو اسناد څېړل کیږي او د ایستلو لړۍ یې ګړندۍ کیږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱

د پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي، چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمن بانکي حسابونه هم څېړل شوي.

راپور کاږي چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کیږي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې په پاکستان کې ۵۳ زره بهرنیانو ته شکمن شناختي کارډونه ورکړل شوي دي.

یادې رسنۍ د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي؛ چې په خیبر پښتونخوا کې د «ناقانونه» کډوالو په نوم ۵۹۵ شناختي کارډونه ثبت شوي او د ۷۵۰۰ جعلي شناختي کارډونو پر ضد یې قضیې ثبت کړي.

د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا دغه چارواکي ویلي، چې د یادو کسانو سیمکارټونه بند شوي او د ملکیتونو او سوداګرۍ په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

په راپور کې ویل شوي چې د بهرنیانو په نوم ۳۴۹بې نومه ملکیتونه او کاروبارونه هم پيژندل شوي او د څیړنې لپاره یې قضیه د خیبرپښتونخوا د عوایدو فډرالي بورډ ته سپارل شوې ده.

د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنيو «ناقانونه» تاجک وګړو د ایستلو پریکړه یې هم کړې، او په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه کوي.

د دې تر څنګ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو په یادو دوو ایالتونو کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمنو بانکي حسابونو پلټنه هم بشپړه کړې ده.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت له یاد هېواد څخه د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د ګړندي کولو په اړه له اړوندو ادارو سره هم ناستې کړې دي چې دا بهیر چټک کړي.

نور خبرونه

رادیو