د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مري

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ هره ورځ په ټول افغانستان کې ۲۴ مېندې او ۱۶۷ کوچنیان د مېندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که د مرستو بودیجه کمه شي، دا شمېره به نوره هم زیاته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره اضافي ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري بايد ټوله ۴۲۳ ميليونه ډالره بوديجه بشپړه کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا؛ د روغتیایي مرکزونو تړل کیدل د څه باندې درې میلیونو خلکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې ویجاړونکي اغیزې لري، چې په دې کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر له ۶۰۰ زره څخه ډېر ماشومان او څه باندې ۲۴۰ زره مېندواره او شیدې ورکونکي مېرمنې شاملې دي.

دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۰روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

افغان وګړي د ساري ناروغیو، وچکالۍ او وروستیو سېلابونو له امله د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

له دې جملې يې ښځې او ماشومان ډېرو زیان منونکو دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همدا ډول خبرداری ورکړی، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي.

نور خبرونه

رادیو