طالبان: له دوه زره ډير افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ۱۵۰۰ ډېر کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه په جبري توګه او خپله خوښه او له ۳۰۰ ډېر کډوال د کندهار سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې۳۲۴ تنه وو، د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت په جبري توګه هېواد ته راستانه کړي.

طالبان وايي، له پاکستانه په جبري توګه راستانه ش‍وي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ، د خوړو نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو دغه وزارت لیکلي؛ چې د شنبې په ورځ ۱۷۷۳ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه له ایران څخه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو په خبره په دغو راستنو شویو کډوالو کې مجردان او کورنۍ شاملې دي، چې له ډلې یې ۲۴۰ تنه اړمن یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړېوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپيژندلي دي.

له تېر میلادې کال راپدیخوا نږدې هره ورځ سلګونه افغان کډوال د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري په جبري توګه او خپله خوښه له یادو هېوادونو څخه ایستل کیږي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او د کډوالو ملاتړ سازمانونو ډیره هڅه کړې چې پاکستان په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي خو لا هم یاد هېواد له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی، چې ویلي یې و، له پاکستانه به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو