سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو لپاره ډله ییز واده وکړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹

سېلاب خیریه بنسټ نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو ډلیز واده وکړ.

د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، ننګرهار د افغانستان په کچه واحد ولايت دی چې خسرګنۍ خپلو زومانو ته ولور او ټول لګښتونه وبښل.

سید احمد سېلاب زیاتوي، چې هر زوم ته يې د کور لپاره شاوخوا دوه سوه اجناس اخيستي دي چې ټولې اړتياوې پرې پوره کيږي.

دې مراسمو کې څو خسرانو وویل، له کالونو راهیسې يې لورڼه ورکړې وې، خو زومانو يې د ولور او د واده د لګښت توان نه درلود، خو د سېلاب خیریه په غوښتنه يې خپلو زومانو ته ولورونه او نور لګښتونه وبښل.

دوی له والدينو وغوښتل چې له ولور او نورو ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي.

سېلاب خیریه بنسټ پر ننګرهار سربېره نورو ولایتونو کې کې هم ورته ډله ییز ودونه کړي دي.

دغه بنسټ د هغو ځوانانو سره مرسته کوي، چې ولور او نورو مراسمو ترسره کولو توان ونه لري.

نور خبرونه

رادیو