‏د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت شنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۲۰۷ تنه افغان کډوال د غبرګولي پر ۱۷مه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه ۴۰کورنۍ چې ټولټال ۲۰۷ تنه کېږي په جبري توګه د ‏سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړۍوال پروګرام دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
ورته مهال طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې‌ځایه شویو کوربه دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو