دوه پاکستانۍ خويندې د خپلې خوښې د واده پر سر خپل پلار او ورور ووژلې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۸

د پاکستان د پنجاب پولیس وايي، یوه پلار له خپل زوی سره په ګډه درې ورځې مخکې خپلې دوه لوڼه د خپلې خوښې سړيو سره د واده له امله په ډزو وژلې دي.

د پولیسو په وینا، د دغو دوو خویندو عمرونه له ۲۰ کلونو کم وو او تېره میاشت یې د کورنۍ له خوښې پرته په محکمه کې د خپلې خوښې سړیو سره واده کړی و.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ځایی مشرانو د دغو دوو نجونو د پلار له شکایت وروسته غونډه وکړه، د زومانو کورنۍ یې مجبورې کړې، چې نجونې د خپل پلار کور ته راستنې کړي.
کله چې نجونې کورته ستنې شوې، پلار او ورور ووهلې او ورسته یې په ډزو ووژلې.
د دغو دوو نجونو پلار نېول شوی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې هر کال لږ تر لږه زر ښځې د کولتوري او ټولنیزو دودونو له امله وژل کیږي.
دغه کمېسیون وايي، په پاکستان کې د ښځو لپاره له کوره تېښته، د کورنۍ له خوښې پرته واده کول سخته سزا لري.

نور خبرونه

رادیو