زبرځواکونه په افغانستان کې څه غواړی؟
اوس دا خبره جوته ده چې په ۱۹۸۰ کلونو کې چې غربي هیوادونو او د هغوی متحدینو په افغانستان کې د روسیې خلاف جګړې لپاره کومې جهادي فابریکې د میلیاردونو ډالرو په لګښت په پاکستان کې جوړې کړې وې هغه تشې په شلمه پیړۍ کې د روس د ماتې او د کمیونزم د له مینځه وړلو لپاره نه وې.
اوس د هغو په یوویشتمه پیړۍ کې د روسیې او چین سره د غربي زبرځواکونو په نوې سړه جګړه کې هم استفاده کیږي.
دا کوم تصادف نه دی چې د غربي هیوادونو او د هغوی د متحدینو په جهادي فابریکو کې په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړومبی مجاهدین تولید شول، چې د عادي افغان وګړو په مقایسه زیات رادیکال وو.
په نولس سوه نوي کلونو کې تر هغوی زیات افراطي طالبان د جګړې او واکمنۍ بازار ته راغلل او په تیرو لسو کلونو کې تر دواړو کټګوریو په مقایسه غټ اورپکی سازمان داعش خراسان په افغانستان او په سیمه کې معرفي کړی شو.
دغه په مخ پورته کیدونکی رادیکالېزم د جنګ ادامه تضمینوي، ځکه چې نوي او زاړه اورپکي سوله ییز ګډ ژوندی نه شي کولی.
بله دا چې په اصطلاح د هر غیر دولتي لوبغاړي تر شا یو دولت یا دولتونه ولاړ دي، چې خپلې اجنداوې پر مخ بیايي.
افیپک یا د جګړې تیاتر
په ۲۰۰۹ کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک په اسلام اباد کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا کړې وه چې ګویا هغه د «افپیک» لپاره د امریکا خاص استازی دی.
کله چې پاکستاني ژورنالستانو هغه ته وویل چې د «افپیک» په نوم کومه سیمه یا هیواد وجود نه لري او دا چې افغانستان او پاکستان دوه بیل او مستقل هیوادونه دي.
هالبروک ورته په ځواب کې وویل، چې هو دا دوه بیل هیوادونه دي خو ور سره دا د عملیاتو واحد تیاتر هم دی.
په حقیقت کې د دغه جنګي تیاتر د جوړولو کار د بریتانیا لومړي وزیر ونسټن چرچل د ۱۹۴۰ په کلونو کې پیل کړی و.
هغه پلان درلود چې د شوروي اتحاد په جنوب کې د شوروي د محاصره کولو لپاره اسلامزم او جهاد را ژوندی کړي.
پاکستان د هم دغه هدف د تر لاسولو لپاره جوړ شو، خو افغانستان په خپلې مثبتې بیطرفۍ او عدم انسلاک ټینګ ولاړ پاتې شو او هغه د غرب په پوځي پاکتونو کې ګډون و نه کړ.
د افغانستان د دې سیاست په غبرګون کې غرب تصمیم ونیو چې په افغانستان کې د پاکستاني جنرالانو د ستراتژیکې ژورتیا د ماجراجوۍ پشتیباني وکړي، تر څو د پاکستان د هژمونۍ لاندې غرب د خپلو مخالفو زبر ځواکونو په ضد د افغانستان ستراتیژیکه جغرافیا وکاروي.
د طالبانو پروژه او د دوحې معامله د هم دغې لوبې برخه ده، چې اوس هم روانه ده.
غرب د طالبانو د اداره کولو لپاره چاکلیټ او کوتک دواړه په لاس کې لري.
که هغوی د روس او چین په ضد د غرب په لوبه کې ګډون کوي نو ډالري تمویل به ادامه وکړي او د تروریزم، د بشري حقونو او په خاصه توګه د جنسیتی اپارتاید په باره کې به زباني شور او غوغا وي، خو بندیزونه او تحریمونه به نه راځي.
که طالبان د غرب د ستراتیژۍ په مقابل کې ودریږي، نو بیا به تروریزم پسې ډرونونه راشي او داعش به هم د طالبانو لپاره پوځي او ایدیلوجیک تهدید وګرځي او ملل متحد به نوي بندیزونه تحمیل کړي.
روسیه او منځنۍ اسیا
بلې خوا ته روسیه هم په مرکزي اسیا کې د خپلې هژمونۍ د تامین د لوبې زوړ لوبغاړی دی.
د ۲۰۰ کلونو نه زیات وخت یې مرکزي اسیا د خپل اشغال لاندې ساتلې ده.
په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته که څه هم د مرکزي اسیا پنځه جمهوریتونه په ظاهري توګه په ازادو مملکتونو بدل شوي دي، خو په دوی کې اکثر د تروریزم پر ضد مبارزه کې په روسیې اتکا کوي او د روسیې سره نږدې اقتصادي او کلتوري اړیکې هم لري.
روسان او چینایان په طالبانو باندې د ډالرو د باران د تنظیمولو په کار کې له امریکا سره د سیالۍ جوګه نه دي، خو دوی په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدلو سره د خپل ژور تشویش سره سره د طالبانو د واکمنۍ هر کلی په دې وجه وکړ، چې د افغانستان څخه د امریکايي قواوو اخراج د هغوي تر ټولو غټه موخه وه.
چین او روس تلاش کوي چې د سیاسی ژستونو (gestures) په وسیله د طالبانو امرت راضي وساتي، نو ځکه چین په بیجنګ کې د طالبانو سفیر ته موقع مساعده کړه چې هغه پر سره تشریفاتي قالین د پاسه ولاړ شي او خپل سفارتي اسناد د چین د ولسي جمهوریت زعامت ته وړاندې کړي.
دا هغه کار دې چې د طالبانو د امرت لپاره د نړۍ بل یو هیواد هم نه دی کړی.
جالبه دا ده چې تر څو کاله وړاندې له طالبانو سره د ارتباط د تامین لپاره د چینایانو ټوله اتکا په پاکستان وه، چین اوس د تیرو دریو کلونو د ترخې تجربې په رڼا کې د پاکستان نه ډیره توقع نه لري.
چین غواړي له طالبانو سره د نیغ په نیغه تجارتي او مالي اړیکو له لارې هفوی دې ته وادار کړي چې د ټوپک په ځای د مالیاتي حساب کتاب راجستر په لاس کې واخلي، خو داسې نه ښکاری چې چینایان به په نزدې راتلونکي کې د دغه هدف په ترلاسه کولو کې بریالي شي.
که طالبانو کې لږ ډیر بدلون را هم شي نو داعش د پاکستان او افغانستان څخه د چین د ویستلو د یکي یوې نکتې د اجندا سره په صحنه کې موجود دی.
روسیه هم د طالبانو د امرت د راضي ساتلو لپاره د هغوی نوم د ترورستانو د لیست نه اوباسي او پر هغوی لګیدلي بندیزونه اوچتوي.
البته د روسیې د دفاع وزارت او د هغوی پوځي جنرالان بیا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودیت او فعالیت په خطر تشویش څرګندوي، خو د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف د خپلو جنرالانو برعکس د طالبانو صفتونه کوي.
روسیه د مرکزي اسیا جمهوریتونه هم د طالبانو سره د ښو اړیکو د ساتلو لپاره تشویقوي.
چین او روسیه په دې خبره پوهیږي چې په افغانستان کې د دولتي نظام سقوط او د تروریستي سازمانونو تبارز د دې لپاره شوی چې له یوې خوا د چین د کمربند او لارې د عظیمې اقتصادي او ستراتیژکې پروژې مخه ونیول شي او له بلې خو د اوکراین د جنګ په څنګ کې روسیې ته په مرکزي اسیا کې د جنګ دویمه جبهه پرانستل شي.
د طالبانو جامد دریځونه او د ټي ټي پي، داعش او د ځینی نورو ترهګر سازمانونو مخ په زیاتیدونکي فعالیتونه ښايي چې د افغانستان نه چاپیره اوضاع به د روسیې او چین د خواهشاتو او غوښتنو سره سم پاته نه شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.