طالبان: نږدې دوه نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایرانه په جبري توګه او خپله خوښه نږدې دوه نیم زره افغان کډوال راستانه شول چې په کې ۳۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) نېټه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ له ایرانه ۱۶۴۰ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول.
یاد وزارت وايي، په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د کورنیو موندلو په موخه یې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
همدارنګه یاد وزارت وايي، په همدې ورځ ۸۰۵ تنه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستانه کړل شول.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې او ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۲ تنه دی د تورخم له لارې په جبري توګه راستانه شول.
طالبان وايي، تازه راستانه شویو کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
طالبانو وړاندې ویلي و، چې د بهرنیو هېوادونو څخه د راستنېدنکو کسانو لپاره یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پنډغالي جوړ کړي.
خو تازه راستانه شوي یو شمېر کډوال افغانستان ته په راستنېدو سره د وزګارۍ له امله شکایتونه کوي.

نور خبرونه

رادیو