رینا امیري: د دوحې په درېیمه ناسته کې په افغانستان کې له ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په اېکس پاڼه کاږلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او بشري حقونو څخه ملاتړ کوي.

رینا امیري په دې تړاو د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې رزمري اېن ډیکارلو سره په لیدنه کې خبرې اترې کړې دي.
نوموړې په اېکس پاڼه د امریکا او افغانستان د اړیکو ۲۲مې کلیزې په پار په خپلې یوې بلې لیکنه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو ملاتړ، د افغانستان د مخکښانو تر منځ د نظر یووالی ډېر اړین او حیاتي مسله ده.
نوموړې تېره ورځ هم ویلي و، د ځینو هېوادونو له استازو سره یې په لیدنو کتنو کې پر دې خبره ټینګار کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې باید مېرمنې او د مدني ټولنې استازي په مانا داره توګه برخه واخلي.
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د روانې میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړېږي، د افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
سره له دې چې طالبانو ته هم په دغې غونډه کې بلنه ورکړل شوې؛ خو هغوی یو لړ شرایط هم وړاندې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو