طالبان: له ایران او پاکستانه له ۱۵۰۰ ډېر افغان کډوال راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه او خپله خوښه سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۸۳۱ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې راستانه شول.
د کډوالو وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۲۸ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د کورنیو موندلو په موخه په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي.
د طالبانو د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، تېره ورځ له پاکستان څخه ۷۵۱ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو په جبري توګه راستانه شول.
یاد وزارت وايي، ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۸ تنو ته رسېږي د سپين بولدک او ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۵ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
طالبان وايي، راستانه شوي اړمن افغان کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې یوازې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو