رینا امیري: د دوحې په درېیمه ناسته کې باید افغان مېرمنې په مانا داره توګه ونډه واخلي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶

د افغانستان لپاره د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې د ځینو هېوادونو له استازو سره یې په لیدنو کتنو کې پر دې خبرې ټینګار کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې باید مېرمنې او د مدني ټولنې استازي په مانا داره توګه برخه واخلي.

مېرمن امیري د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۵مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د متحده عربي اماراتو، بلجیم، قطر، فرانسې او کاناډا هېوادونو له استازیو سره یې ګټورې ناستې کړې دي.
نوموړې ویلي، چې په دغو کتنو کې یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان مېرمنو او د مدني ټولنې د فعالانو پر ګډون ټینګار کړی.
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړېږي، د افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
سره له دې چې طالبانو ته هم په دغې غونډه کې بلنه ورکړل شوې؛ خو هغوی یو لړ شرایط هم وړاندې کړي دي.
خو دا مالومه نه ده، چې د مېرمنو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون سره به دغه ډله د دوحې په درېیمه ناسته کې برخې اخیستلو ته زړه ښه کړي او که څنګه؟

نور خبرونه

رادیو