دغه اعتراض کوونکي نن دوشنبه د هملند په مرکز لښکرګاه کې د غازي محمد ایوب خان په مسجد جامع کې راټول شوي وو.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې اعتراض کوونکو د نشه يي توکو د لېږد رالېږد لارې او په سنګين ولسوالۍ کې د (شرافت په نوم) د تارياکو د لوی بازار د بیا پرانيستلو غوښتنه کوله.
اعتراض کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالب مشران د تاریاکو د پلور په برخه کې خپلو پلویانو او ځايي قوماندانانو ته غږ نه کوي او یوازي يې د ملکي خلکو پر وړاندي دغه بنديز عملي کړی.
دوی زياتوي: « په شرافت بازار کې د تاریاکو پلور او په دې ولایت کې دغه کروندې تېر شل کاله د طالبانو د عاید سرچينې وې او د دوی په ملاتړ د تاریاکو کروندې زياتي شوې خو اوس يې بندول انصاف نه دی.»
د اعتراض کوونکو له جملې څخه د تاریاکو یوه پلورنکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل: « اوس هم د طالبانو قوماندانانو په سیمه او کورنو کې تاریاک کرلي؛ خو څوک يې د له منځه وړلو هڅه نه کوي.»
دغه اعتراض کوونکو د هلمند د سنګين او مارجې ولسوالۍ د طالبانو له استخباراتي او نورو مسولينو سره هم کتلي او غږونه يې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ليږلي دي.
د دوی په خبره، چې د ولسواليو ځايي طالب مسولينو ورته ويلي، چې «تارياک دې پر عمومي لارو نه وړي او د انتقال او پلور په پر مهال دې پر فرعي لارو تګ راتګ کوي.»
د دوی په خبره؛ ځايي طالب مسولينو ورته ويلي، چې پر تاریاکو بنديز يې د مشرتابه امر دی او باید عملي شي.
تېره اونۍ له هلمند څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو ويلي، چې طالبانو د خلکو له نيوکو يو کال وروسته په سنګين ولسوالۍ کې د تارياکو تر ټولو لوی «شرافت بازار» وتاړه.
سرچينې وایي، چې ځایي طالبانو د خپل مشر د فرمان د عملي کولو لپاره خلکو ته بيا - بیا خبرداری ورکړی، چې له دې کاره لاس واخلي.
خو د شرافت بازار د تړلو پرمهال ځايي طالب استخباراتو خلکو ته ويلي، چې دوی د تاریاکو د پلټنو لپاره د خلکو په کورنو کې د تلاشۍ اجازه نه لري او کولی شي، چې تاریاک په خپلو کورنو کې پټ وساتي.
هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کروندګرو یې ۴ فصله تاریاک ټولوي.
پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.
له هلمند څخه راپورونه وايي، چې سیمه ییزو طالبانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.