سرچینې: د دوحې راتلونکې ناسته کې طالبان پر نهو او مقابل لوری پر پنځلسو ټکو بحث کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ملګرو ملتونو او امریکا استازو د دوحې راتلونکې ناستې لپاره د همغږۍ غونډه کې خپله ۱۵ ماده يي اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې.

مقابل کې د ملا هبت الله استازي او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر دغه غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي.

د ملا هبت الله ځانګړی استازي او ددې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د غبرګولي ۷مه دوحې ته لاړ، چې په وروستیو ورځو کې یوازې د قطر له کار وزیر علي بن صمیخ المري سره لیدنه رسنیزه شوې ده.

خو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغو طالب چارواکو په خپل سفر د دوحې راتلونکې ناستې لپاره د د ملګرو ملتونو او امریکا له استازو سره د همغږۍ غونډه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو د دوحې ناستې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړه، چې مواد یې ټول افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو له خوا له طالبانو سره شریکه شوې ایجنډا کې،د دوحې د ناستې ټول موضوعات په ۱۵مادو کې روښانه شوي دي.

لومړی: د دوحې-دریمه یا راتلونکي غونډه کې د اجنډا لومړی موضوع په افغانستان کې د بشر حقوقو جاري وضعیت او پر افغانستان د طالبانو درې کلن حاکميت ته کتنه.

دوهم: په افغانستان کي د افغان مېرمنو، نجونو او خبريالانو پر وړاندې د طالبانو د دريځ په تړاو هر اړخيز بحث.

دريم: د افغانستان په تړاو د ملګري ملتو په مشرۍ د نړيوالې ټولنې، امریکا، نړيوالو بشري اومدني بنسټونو، د سيمې هېوادونو او افغان چارواکو په حضور کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو په تړاو بحث.

څلورم: له افغانستان بهر د پخوانيو سياستوالو, افغان ميرمنو، افغان مدني بنسټونو استازو غوښتنو ته کتنه, په ځانګړي توګه پر افغانستان د طالبانو له حاکميت راهیسې د افغانستان داخلي وضعیت او له هرې زاويې څخه د سیمه ییزو هېوادونو سره پر اړیکو خبرې کول.

پنځم: د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسم وروسته په افغانستان کې د ملګري ملتو د سياسي ماموريت (يوناما) کاري بهير او پر وړاندې يې د موجوده ننګونو يادونه.

شپږم: په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت کې د بيان ازادي وضعیت ته کتنه او پرې د نړيوالې ټولنې له استازو سره د پام وړ بحث.

اووم: د طالبانو په حاکمیت کې له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د راتلونکو ممکنه ګواښونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ځانګړي استازي راپور.

اتم: په افغانستان کې د کاري فرصتونه پر کمښت, د اقتصادي ستونزو پر پراختیا او يو شمېر ورته تړلو موضوعاتو بحث.

نهم: په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت په تړاو د نړيوالې ټولنې، امریکا او سيمه یيزو هېوادونو د استازو نظر پوښتنه.

لسم: په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړښت او د مساوي ګډون پالیسۍ په تړاو بحث.

يوولسم: په افغانستان کي د اسلامي دولت (داعش) او نشه يې توکو پر ضد مبارزې ته کتنه

دوولسم: د اقلیم د بدلون او پر افغانستان او سيمه یيزو هېوادونو يې اغيز او د مخنیوي لارې چارې.

ديارلسم: په افغانستان کې د طالبانو په حاکميت کې پر خصوصي سکتور بحث او د دغه سکتور پر وړاندې د ننګونو پر له منځه وړلو بحث.

څوارلسم: په افغانستان کې د طالبانو حاکميت لاندې پر مالي او بانکي ستونزو بحث او د حل لارو لټون.

پنځلسم: د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معیشت په تړاو هر اړخيز بحث..

دا هغه موضوعات دي، چې ملګرو ملتونو او امریکايي استازو د دوحې دریمې ناستې د اجنډا لپاره ټاکلي او غواړي له طالبانو سره پرې بحث وشي.

د طالبانو شرایط

طالبانو د دوحې تېره غونډه کې ګډون نه و کړی او په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره یې هم یو شرط د راتلونکې ناستې پر احندا پوهېدل و.

د دوحې په همغږۍ غونډه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله ځانکړي استازي او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیرعبدالمنان عمري د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو په حضور کې په دې ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو نهه نور شرایط هم وړاندي کړي دي.

اول: افغانستان کې د ملګري ملتو د سياسي ماموريت (يوناما) له فعال حضور سره د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت.

دوهم: په ملګرو ملتونونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته سپارل.

دريم: د طالبانو پر وزيرانو اومشرانو د ملګرو ملتونواو امریکا لخوا د محدوديتونو او بنديزونو د ختمولو لپاره اقدامات.

څلورم: په افغانستان کې د ملګرو ملتو تر چتر لاندې موسسو نه دا غوښتنه، چې خپلې چارې د طالبانو له غوښتنو سره پرمخ بوځي.

پنځم: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر ضد اعلامیې چې د دواړو اړخو ترمنځ تعامل ځنډوي او سختوي.

شپږم: د افغان نجونو او ميرمنو د زدکړو او کار د بنديز په تړاو د طالبانو پر ضد اعلاميو او بهر مېشتو افغانانو سره د غونډو د پای ته رسولو غوښتنه.

اووم: د طالبانو پرضد د ملګرو ملتونو او امریکا د فشار او بې ضرورته اقداماتو د مخنیوی غوښتنه، چې ګډ تعامل ته لار هواره شي.

اتم: په افغانستان کي د بشري مرستو او اقلمي بدلونو پر مهال د ملګرو ملتونو, نړيوالې ټولني او امریکا د بشپړي توجه او بې شرطه دوامداره بشري مرستو غوښتنه.

نهم: په افغانستان کي د زدکړو په برخه کې بايد د ملګرو ملتونه غيري مشروطه مرستي او همکاري يو طرفه یا یوازې د عصري زکړو لپاره ونه اوسي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته په قطر کې طالب سرچینو ویلي چې د دوحې د دریمې ناستې لپاره د همغږۍ غونډه کې طالب استازو د یو پلاوي د چمتوالي خبر ورکړی خو یادونه شوې ده، چې د کډون او نه کډون پرېکړه به ملا هبت الله اخواندزاده کوي.

خو له دې سره د دوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو په پلاوي کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د ملا هبت الله ځانګړی استازی عبدالمنان عمري، په دوحه کې د طالبانو د سفارت چارسمبالی نعیم او د سیاسي دفتر چارسمبال ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې د طالبانو لخوا ټاکل شوی دایمي استازی سهل شاهین شامل دی.

نور خبرونه

رادیو