طالبان: څه باندې ۳۰۰۰ کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، چې له ایران او پاکستانه درې زره او ۱۵۰ کسان په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شول.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کډوالو څخه دوه زره او ۵۳۲ کسان د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه ستانه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ پاتې ۶۱۸ نور کډوال بیا د سپین بولدک او تورخم له لارې د پاکستان له خوا په جبري توګه اېستل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د اسلام کلا او سپین بولدک د سرحدي امرینو له قوله لیکلي، چې ستانه شوي کډوال د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم له دغو هېوادونو څخه په خپله خوښه او زور ۲۶۷۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.
طالبانو څو ورځې مخکې ویلي وو، چې یاده ډله په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربتوب کوي.
دغې ډلې همداراز زیاته کړې ده، چې یوازې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې تر څنګ ۴۷۰ زره راستنېدونکو او بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د دولتي او همکارو بنسټونو له خوا نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې هم شوې دي.

نور خبرونه

رادیو