طالبان: له دوه نیم زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او زور ۲۶۷۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وایي؛ له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه بې سرپرسته ماشومان او له پاکستانه په راستنو شویو کډوالو کې ۱۲ بندیان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایران څخه ۱۹۵۸ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.

یاد وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي چې د کورنیو موندلو په موخه د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه یاد وزات وايي، چې د غبرګولي میاشت په ۱۱مه او ۱۲مه نیټه ۷۱۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزات د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو په حواله وايي، چې ۷۰ کورنۍ چې د غړو یې ۲۷۰ تنو ته رسیږي د تورخم او ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۳۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارو په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د پاکستان له لوري په جبري توګه په تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۱۲ هغه بندیان هم شامل وو چې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د کډوالو وزارت ویلي؛ چې تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان دفترونو ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.

د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په زور او خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو