د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په پروان کې ۵۰۰ مېرمنو ته د خیاطۍ وسایل ووېشل شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، چې په پروان ولایت کې پر ۵۰۰ صنعتکارو مېرمنو د ګنډلو ماشینونه او د خیاطۍ توکي ووېشل شول.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو توکو کې د ګنډلو ماشینونه، زیکزاک، اوورلاک، میز، اوتو، یخچال او د ګنډلو نور اړین توکي شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ یاده اندازه توکي په پروان ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له خوا د ایویک انسټیټیوټ په مالي همکارۍ پر صنعتکارو او متشبثو مېرمنو وېشل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې له دغو متشبثو مېرمنو سره تر هغه وروسته مرسته وشوه، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ۶ ولسوالیو کې د ۵۰۰ ښځینه صنعتکارانو او متشبثینو جوازونه او د کار معیارونه و ارزول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هېواد په شلو ولایتونو کې د ښځو د سوداګرۍ خونې فعالې دي؛ څو د ښځینه سوداګرو لاسنیوی وکړي.
اخوا ښځینه سوداګرې بیا شکایت کوي، چې د دوی توکو ته سم بازارونه نه شته او بهرنۍ مرستې هم په هغو کسانو وېشل کیږي، چې واسطې ولري.
که څه هم طالبانو تر اوسه د ښځینه سوداګرو د کار کولو مخه نه ده نیولې؛ خو واک ته له رسېدو وروسته یې د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او همداراز یې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیوله.
اوس د ښځو یو شمېر فعالینې وایي، چې افغان ښځې د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د کار او کسب د تر لاسه کولو ترڅنګ زده کړو ته هم اړتیا لري او طالبان باید د ښځو د زده کړو مخه و نه نیسي.

نور خبرونه

رادیو