د طالبانو د کډوالو وزارت: ‏تر زرو ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شول‏

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یو زر او ۲۰۳ تنه افغان کډوال (د غبرګولي پر ۱۰مه او ۱۱مه) نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۵۴ کورنۍ ‏چې ټولټال ۷۸۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
‏له بل پلوه په کندهار ولایت کې د طالبانو د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۷ کورنۍ ‏چې ټولټال ۴۲۱ تنه کېږي او ۱۵ تنه یې تازه له بنده خوشې شوي په جبري توګه له پاکستانه راستانه او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام دفترونو ته ور وپېژندل شول.
ورته مهال د پاکستان حکومت له‌خوا د کارت لرونکو افغانانو لپاره د ورکړل شوې مودې پرون وروستۍ ورځ وه؛ خو دغه هېواد د دغې مودې د غځېدا په اړه لا څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم پرون پایته ورسېده.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
ورته مهال طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو