په پاکستان کې د کارټ لرونکو افغانانو لپاره د ورکړل شوي مهلت نن وروستۍ ورځ ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

د پاکستان حکومت له‌خوا د کارت لرونکو افغانانو لپاره د ورکړل شوې مودې نن وروستۍ ورځ ده؛ خو دغه هېواد د دغې مودې د غځېدا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې غځولې وه؛ خو دغه موده هم نن بشپړېږي.
سره له دې چې پاکستان دغو کډوالو ته د مې تر ۳۱مې وخت ورکړی و؛ خو د طالبانو د کډوالو وزارت هره ورځ له پاکستانه د جبري ستنو کړل شویو افغان کډوالو شمېرې خپروي.
تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان لپاره د طالبانو د سفارت استازو د افغان کډوالو سره د لیدنې پرمهال ډاډ ورکړی و، چې دغه موده به وغځول شي؛ خو د پاکستان حکومت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې د روانو امنیتي اندېښنو له کبله دغه هېواد پرېکړه وکړه، چې بې اسناده بهرنیان به په جبري توګه له دغه هېواده باسي، چې د ستنېدو دغه لړۍ له تېرې نومبر میاشتې راهیسې پیل شوې او تراوسه دوام لري.
وړمه ورځ پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شوی دی.
تېره ورځ طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه بې ځایه شویو کورنیو کوربانه دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو