فاطمه پیمان اسرایل په نسل وژنه تورن کړ او د اسټرالیا د سنا له یوې کمېټې یې استعفا وکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

استرالیايي رسنیو راپور ورکړی، چې افغان توکمه سناتورې فاطمه پیمان د اسټرالیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه، چې اسراییل یې غزه کې په "نسل وژنه" تورن کړ.

اغلې پیمان د بهرنیو چارو له کمیټې استعفا کړې؛ خو لا هم د مشرانو جرګې غړې ده.

هغې د اسټرالیا له حکومته هم وغوښتل، چې له اسراییل سره سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې په اړه د فاطمه پیمان دریځ د کارګر ګوند له دریځ سره توپیر لري، چې هغه یې په سنا کې استازیتوب کوي او دې چارې غبرګونونه راپارولي دي.

په غزه کې د اسرایل د "نسل وژنې" په اړه په ټولنیزو شبکو کې د اغلې پیمان پر وروستیو څرګندونو د اسټرالیا د پارلمان ځینو غړو انتقادونه کړي او نور یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د دې میاشتې په پیل کې، میرمن پیمان په سنا کې له خپلو همکارانو او د اسټرالیا له لومړي وزیر وغوښتل، چې د " حق" دفاع وکړي، ځکه هغه چې د غزې جګړه له لرې ګوري، ضمیر یې"له ډیرې مودې راهیسې نارام دی. "

هغې وویل هغه څه چې په غزه کې روان دي "نسل وژنه" ده او باید په بل نظر ونه لیدل شي.

د اسټرالیا اې بي سي چینل خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پارلمان د بهرنیو اړیکو له کمیټې څخه د میرمن پیمان استعفا تایید کړې ده.

دا کمیټه د استرالیا د حکومت د دفاع او بهرنۍ پالیسۍ څیړي.

فاطمه پیمان په رفح باندې د اسراییل له وروستۍ حملې وروسته یو ځل بیا په خپل دریځ ټینګار وکړ.

هغې خپل اېکس کې لیکلي چې د اسټرالیا حکومت باید په غزه کې د "نسل وژنې" د پای ته رسولو غوښتنه وکړي، له اسراییل سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي او د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د اسټرالیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو له کمیټې د اغلې پیمان وروستۍ څرګندونې او وروسته استعفا د هغې د همکارانو مثبت او منفي غبرګونونه راپارولي دي.

په داسې حال کې چې د استرالیا د پارلمان ځینو غړو د فاطمې پیمان ملاتړ کړی، نورو د دغه هېواد له پارلمان څخه د هغې د بشپړې استعفا غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو