سټیفن دوجاریک: په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونه د دوحې د غونډې په لومړیتوبونو کې دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، د دوحې په غونډه کې د هېوادونو ځانګړي استازي د ګډون لپاره رابلل شوي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه له نړۍ سره په جوړجاړیو کې د لا ډېر «وضاحت او همغږۍ» رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

سټیفن دوجاریک وویل چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو مسله د دې غونډې مهم لومړیتوب دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د (غبرګولي اتمه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ملګري ملتونه به له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي. هغه وویل: «موږ د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خپلو اوسنیو اړیکو ته دوام ورکوو. ځکه هغوی اوس پر افغانستان واکمن دي.»
دوجاریک زیاته کړه چې ملګري ملتونه په پرله پسې ډول له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو موضوع راپورته کوي، هغه حقونه چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ترې محرومې دي.
تر دې وړاندې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو او قطري پلاوي سره په وروستۍ ناسته کې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره شپږ شرطونه ایښي وو، چې یو یې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو کار پر مسلې سترګې پټول دي.
طالبانو دغو استازو ته ویلي چې د نجونو زده‌کړې د افغانستان داخلي مسله ده او دا ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ورته زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نیټه د (چنګاښ ۱۰ او ۱۱مه) جوړه شي.

نور خبرونه

رادیو