د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۹۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۷۹ افغان کډوال (د غبرګولي په ۹مه) د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۱۵ کورنۍ چې ټولټال ۶۴۷ کسان کېږي په جبري توګه د تورخم له لارې ستنې کړای شوې.

د دغه امریت په وینا، دغه راستنې شوې کورنۍ د کډوالو په ریاست کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالو نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.
‏له بل پلوه بیا په کندهار ولایت کې د سپین بولدک سرحدي امریت وایي، ۶۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۲ کسان کېږي له ستنېدو او نوم لینکې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
د راپور له مخې، د مې له ۲۰مې څخه د مې تر ۲۹مې پورې د ۱۳۲۰۶ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۶۴۷۸ یې نارینه، ۲۹۸۷ یې ښځې او ۳۷۴۱ یې ماشومان وو.
تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو