پاکستانۍ رسنۍ: د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له ۵۹۰زرو لوړ شو

پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۹۰۴۴۵ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د راپور له مخې، د مې له ۲۰مې څخه د مې تر ۲۹مې پورې د ۱۳۲۰۶ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۶۴۷۸ یې نارینه، ۲۹۸۷ یې ښځې او ۳۷۴۱ یې ماشومان وو.
تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم نن ختمېږي.