طالبان: سلګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له ۸۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ د (غبرګولي ۸مه) نېټه ۸۷۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان له لوري په جبري توګه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار د سپین بودلک د سرحدي امریتونو له قوله لیکلي، چې ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې او ۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۵ تنو ته رسېږي د سپین بولک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.
طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
پاکستان د تېر کال د نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستولو لړۍ پیل کړې او لاهم دوام لري.
بل خوا طالبان وايي، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه بې‌ځایه شویو کورنیو کوربانه دي.

نور خبرونه

رادیو