د ملګرو ملتونو چارواکې په ننګرهار کې له یو شمېر ښځینه سوداګرو او خبریالانو سره وکتل
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/15398169aa3f36fe19ffd2c2e19089ab4d09c2b2-2500x1667.jpg?rect=0,131,2500,1406&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیسون ډیویډیان په جلال اباد کې له یو شمېر سوداګرو ښځو او خبریالانو سره وکتل. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ایکس پاڼه لیکلي چې دغو ښځو د خپلو فعالیتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له لوري په یوه پوسټ کې لیکل شوي چې، سوداګرو مېرمنو په دغه سازمان غږ وکړ چې د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ او بازارونو ته د ښه لاسرسي لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ ورته چمتو کړي.
اغلې ډیوډیان په جلال اباد کې له خبریالانو سره په اوسنیو حالاتو کې د خپلو فعالیتونو د ملاتړ پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
تېر نږدې یو کال د طالبانو حکومت د ښځو پر کار پراخ بندیزونه لګولي دي.
طالبانو د ښځینه خبریالانو او رسنیو د محدودولو فرمانونه هم صادر کړي دي، چې له امله یې یو زیات شمېر ښځینه خبریالانې له دندو ګوښه شوي دي.