طالبان: له ۳زره ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه د کډوالو د راستنېدو په دوام تېره ورځ په تازه راستانه شویو کډوالو کې ۲۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شول.
دغه وزارت وايي، تېره ورځ ۲۸۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو کډوالو کې ۲۵ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کورنیو د موندولو په موخه یې د وار چایلد ادارې ته سپارلي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ ۶۲۲ تنه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.
یاد وزارت د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو له قوله لیکلی، چې ۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۸ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې او ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، یادو کډوالو سره د طالبانو له لوري اړینې مرستې شوې او د نورو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال دفتر، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه تر اوسه د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو بهیر پیل کړ، چې دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده.
له پاکستان وروسته ایران هم د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او پر دغو کډوالو یې فشارونه زیات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو