ایرانۍ ورځپاڼه: له طالبانو د تهران ځانګړی ملاتړ ایران ته د کډوالو د راتګ یو مهم لامل دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷

جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو څخه د ځینو ایراني چارواکو ځانګړی ملاتړ ددې لامل شوی چې دې هېواد ته د کډوالو تګ زیات شي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې له طالبانو د ایران د حکومت ملاتړ د ایران لپاره ناورین رامنځته کړی دی.

د لیکوال په خبره له دې ستونزو سره سره چارواکو د طالبانو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی.

په هغه مقاله کې چې د «بهرنيو اتباعو د شتون تر پوستکي لاندې» تر نامه لاندې د اسلامي جمهوري ورځپاڼې د دوشنبې د غبرګولي د مياشتې د اوومې نېټې په ګڼه کې خپره شوې، راغلي چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې په افغانستان کې د د دوی له واکمنۍ تیریږي؛ خو ایران ته دهیڅ ډول امتیاز قایل شوي نه دي.

اسلامي جمهوري ورځپاڼه وايي، طالبانو نه یوازې دا چې ایران ته کوم امتیازات ورنه کړل، بلکې د هلمند پر سیند یې د ایران حقوقي دعوه هم پرې کړه او برعکس یې له دغه هېواد څخه په سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ډېر امتیازات واخیستل.

په دې لیکنه کې ادعا شوې، چې په ایران کې ځینې کلي د افغان کډوالو ملکیت دی او ځینې ښارونه د افغانانو له خوا نیول شوي دي.

د اسلامي جمهوریت او افغان مهاجرینو تر منځ د جګړې اعلان

دوه ورځې وړاندې د تهران مرستیال ښار وال مهدي بابل حواجي په یوه رسمي غونډه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د جګړې اعلان وکړ.

دغه چارواکي افغان کډوال د "بې اسنادو وګړو" په توګه یاد کړل او ایراني کارګمارونکو ته یې خبرداری ورکړ، چې که دوی کار پیدا کړي او د "بې اسنادو وګړو" سره همکاري وکړي نو محاکمه او مجازات شي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته زرګونه افغان کورنۍ ایران ته کډه شوې دي. د بشري حقونو خراب وضعیت، د طالبانو د غچ اخېستنې وېره د دې لامل شوې چې ډېر پخواني دولتي کارکوونکي او افغان مدني فعالان ایران ته کډوال شي.

په دې وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت لسګونه افغانان بې له دې چې د اوسېدو اسناد یې ولري نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. له ایران څخه یو شمېر راستانه شوي کډوال ادعا کوي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

نور خبرونه

رادیو