نږدې ۶ زره کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷

طالبان وایي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې ۵ زره او ۶۲۱ افغان کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوازې د هرات د اسلام کلا له لارې شاوخوا ۴ زره او ۹۷۲ کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې په ستنو شویو کسانو کې ۱۸ بې سرپرسته ماشومان هم شته، چې وارچایلډ دفتر ته پېژندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په یاد شمېر کسانو کې کورنۍ هم شاملې دي، چې ۵۵۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور معرفي شوي دي.
د تورخم او سپین بولدک له لارو څخه هم ۶۴۹ کسان هېواد ته ستانه کړی شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد شمېر کسانو کې ۵۹ تنه له بند څخه خوشې کړی شوي کسان او ۳ ماشومان هم شامل دي.
طالبان وايي، چې دا کډوال یې هم د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ته ورپېژندلي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه تر اوسه پورې د دې هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو بهیر پیل کړ، چې دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده.
له پاکستان وروسته ایران هم د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او پر دغو کډوالو یې فشارونه زیات کړي دي.
که څه هم تراوسه له یادو هېوادونو څخه د اېستل شویو افغان کډوالو کره شمېرې روښانه نه دي، خو له ایران او پاکستانه هره ورځ سلګونه افغان کډوال په جبري توګه اېستل کیږي.

نور خبرونه

رادیو