د ایران د ولسمشر د مړینې سیاسي عواقب
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د خارجه چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی دوه نور ملګري د مۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د اذربایجان ولایت په شرق کې د هیلي کوپتر په حادثه کې مړه شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مړینې د ایران د واکمن رژیم په زعامت کې ستره تشه منځ ته را وړې ده، ځکه چې سید ابراهیم رئیسي یو عادی ولسمشر نه و.
هغه د امام خمیني د نهضت یو سابقه لرونکی او وفادار پلوی و چې د رژیم په ابتدايي ورځو کې یې د قضا د مهم غړي په حیث د رژیم بې شمیره مخالفین د اعدام په جزا محکوم کړي وو او د رژیم په افراطی پلویانو کې یې محبوبیت تر لاسه کړی و.
بیا هم په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د ایران د اساسي قانون سره سم په رژیم کې تر ټولو ځواکمن مقام د ستر مذهبي مشر دی چې ولایت فقیه بلل کیږي.
د هغه په موجودګۍ کې اوسنۍ تشه دومره ستره نه ده چې اضطراري وضع یا کوم لاینحل سیاسي بحران منځ ته راوړي.
ابراهیم رئیسي د ایران اوسني ستر مذهبي مشر خامنه يي ته ډیر نزدې و او د دې خبرې ډیر امکان و چې د سپین ګیري خامنه يي د مړینې په صورت کې به ابراهیم رئیسي د هغه ځای ناستی وي.
د رییسي او خامنه يي ځایناستي ته ټاکنې او مشورې
د نوموړي مرګ پسې د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان اوس مجبور دي له اساسي قانون سره سم نه یوازې په پنځوسو ورځو کې یو نوی ولسمشر انتخاب کړي، بلکې ورسره د ایران تر ټولو ځواکمنې چوکۍ یعنی ستر مذهبي مشر د راتلونکی کاندید هم ولټوي.
که څه هم ایران کې د ولسمشر او د پارلمان د غړو انتخاب د ټول ټاکنو په وسیله کیږي، خو د ایران اوسني اساسي قانون ستر مذهبي مشر تابه ته د ټول ټاکنو په پروسه کې د دومره مداخلت صلاحیت ورکړی دی چې په وجه یې د ټول ټاکنو اهمیت راغورځیدلی دی، ځکه په کې د ولس دلچسپي هم کمه شوې ده.
لږه موده وړاندې د پارلمان په ټاکنو کې د ایران په پلازمینه تهران کې تش اته فیصده رای ورکوونکو برخه اخستې وه، نو د ایران د اسلامي جمهوریت د مقاماتو لپاره به دا خبره مهمه وي چې په راتلونکو پنځوسو ورځو کې د ولسمشر د انتخاب په پروسه کې زیات خلک د رای ورکولو لپاره وهڅوي تر څو دغه ټاکنې د نړیوالو لپاره د باور وړ وګرځي.
د ایران په سیاسي اوضاعو نظر لرونکي په دې خبره پوهیږي چې د ایران د نوي ولسمشر په ټاکنو کې به سیالي په عمده ډول د افراطي مذهبې ډلو د مختلفو فریکسونونو تر منځه وي، ځکه چې معتدلې او اصلاح خوښونکې ډلې په تیرو څو کلونو کې په سیاسي توګه ضعیفې شوې دي او په ظاهره د ټاکنو د ګټلو چانس نه لري، خو برعکس د امریکا او اسراییل په مقابل کې سخت دریځه مذهبی زعامت د ایران په سیاست غلبه تر لاسه کړې ده.
سره د دې چې د امریکا له خوا په ایران لګیدلو بندیزونو د ایران د عادی اتباعو لپاره ژوند سخت او تریخ کړی دی، د ایران د اسعارو ارزښت راغورځیدلی دی، خو په مذهبي شعارونو سربیره د ایران مذهبي مشرتابه په منځني ختیځ کې د خپل سیاسي او پوځي نفوذ په خورولو سره د ایران وګړي ډاډمن کړي دي چې ګویا دغه رژیم ایران په یوه سیمه ییز ځواک بدل کړی دی.
باید دا خبره هم هیره نه کړو چې د ایران اسلامي جمهوریت یوه مذهبي دکتاتوري ده او په دغه هیواد کې د سیاسي مخالفینو بندي کول ، شکنجه کول او حتا پانسي کول یو معمول ګرځیدلی دی.
د ایران واکمن رژیم د خپلو مخالفینو د سرکوبولو کار د ملي لږه کیو لکه د کردانو او بلوڅانو په سیمو کې زیات په شدت سره کوي، دوه کاله وړاندې د ایران د ښځو په مشرۍ د ولسي پاڅون په ضد د رژیم اختناق د نړیوالو مخالفتونه راپارولي وو.
د رییسي وخت کې د اسراییل او ایران ټکر
که څه هم د ایران د ولسمشر مړینه به د ایران په خارجي سیاست کې کوم خاص بدلون نه راولي، ځکه چې د ایران خارجي سیاست د مذهبي مشرتابه او له هغوي سره تړلو پوځې موسسو له خوا تشکل مومي او د ایران ولسمشر او خارجه وزارت د دغه سیاست د پلي کولو مسولیت په غاړه لري، خو بیا هم ولسمشر او خارجه وزیر نړۍ ته د رژیم د څهرې حیثیت لري.
د مثال په توګه د ایران د اصلاح خوښي پخواني ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ رژیم په نسبي توګه معتدل رژیم ګڼل کېده.
له هغه سره د خبرو د امکاناتو او نتایجو په باره کې یوه نسبي خوشباوري وه، برعکس د فقید رئیسي په مشرۍ لږه موده وړاندې د اسرائیل سره د نیغ په نیغه پوځي شخړې د پراخیدو خطر احساسیده، اوس هم د اسرائیل او امریکا سره د ایران په مناسباتو کې د ترینګلتیا کچه لوړه ده.
که بنیادم د منځني ختیځ په سیاسي اوضاع نظر وځغلوي، نو په دې پوهیدل ګران نه دي چې اسرائیل ته په دغه سیمه د ایران پوځي قوت یواځینې چیلنج ښکاري، په خاصه توګه امریکا او اسراییل دواړه د ایران له خو د هستوي بم د جوړولو د پروژې مخنیوی غواړي، په داسې شرایطو کې د ایراني رژیم د نوې څهرې په توګه د ایران د نوي ولسمشر د ټاکلو پروسې ته به د نړۍ او د سیمې خلک خاصه پاملرنه وکړي.
پاکستان او افغانستان
د افغانستان او پاکستان لپاره هم د ډیرو نزدو ګاونډي هیوادونو په حیثیت په ایران کې سیاسي بدلونونه خاص اهمیت لري.
افغانستان کې د نولس سوه نوییمو کلونو برعکس له یوې خوا د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو سره نزدې اړیکې لري او له بلې خوا یې د طالبانو په ضد مبارزه کوونکو ځینې ډلو سره هم مناسبات لري، نو د طالبانو لپاره د ایران پرمختګونه د پام وړ دي، هسې هم په افغانستان کې هر واکمن رژیم لپاره د ایران په سیاسی بدلونونو ځان پوهول خاص اهمیت لري.
هم دغه رنګه پاکستان او ایران دواړه له یوبل سره د ضدونقیض اړیکو اوږد شالید لري، ایران په پاکستان باندې تور لګوي چې د غربي هیوادونو په پشتیبانۍ د جیش العدل غوندې سني افراطي ډلې د پاکستان د خاورې نه د ایران په ضد تخریبي عملیات کوي، له بلې خوا پاکستان هم ایران ته ګوته نیسي چې د هغه د خاورې نه بلوڅ بیلتون خوښي پاکستان کې پوځې بریدونه کوي.
د هم دغه تاوتریخوالي له کبله څو میاشتې وړاندې ایران او پاکستان د یوه بل په ضد د میزایلو په وسیله بریدونه کړي وو، د دغه تنش د له مینځه وړلو لپاره د ایران فقید ولسمشر د اپریل په میاشت کې پاکستان ته سفر هم کړی و، نو ځکه پاکستان د ایران په دولتي زعامت کې راتلونکی بدلونونه په دقت سره څاری .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.