طالبان: له درې زره ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي،‌ له پاکستانه ټول افغان کډوال په جبري توګه؛ خو له ایرانه بیا یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې چې بې سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي په جبري توګه راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولې ۲مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۲۷۶۹ تنه افغان کډوال له ایرانه راستانه کړل شول.
یاد وزارت وايي، په تازه راستانه کړل شویو کډوالو کې چې بې سرپرسته ماشومان هم شته، یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر نور یې په جبري توګه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۶۶۵ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت د تورخم د سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې ۱۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۵ تنو ته رسېږي د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته په جبري توګه راستنې کړل شوې.
طالبان وايي، هېواد ته تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ته ورپېژندلي دي.
که څه هم چې له ایرانه د راستانه کړل شویو ټولو افغان کډوالو کره شمېرې نه دي معلومې؛ خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کډوالو ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو اولس میاشتو کې ۵۶۲۳۴ کورنۍ د ننګرهار له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو