پاکستانۍ رسنۍ: د مې تر ۲۰مې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له ۵۷۷ زرو واوښت
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F17d91b0a19e01ce4ab9abd07cbdcea4dcc781ce7-700x400.jpg%3Frect%3D0%2C3%2C700%2C394%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۰ مې نېټې پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۷۷۲۳۹ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د دې پاکستان ډیلي د راپور له مخې، د مې له لسمې تر ۲۰ مې پورې د ۹۶۸۵ افغان کډوالو له ډلې ۳۴۲۱ یې نارینه، ۳۰۱۷ یې ښځې او ۳۲۴۷ یې ماشومان وو.
د راپور له مخې، دغه ۲۸۷ کورنۍ په ۳۵۲ موټرو کې افغانستان ته ستنې شوې.
خو له بل پلوه څو ورځې وړاندې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.
هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم د ختمېدو په درشل کې ده.