شننه؛ پر ډېورنډ کرښه د پاکستان جګړې د څه لپاره؟

په وروستۍ پېښه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د پکتیا او کورمې تر منځ پر ډېورنډ کرښه پنځه ورځې جګړې د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالۍ کې څلور طالبان او درې ولسي افغانان ووژل او د پنځو ولسي خلکو په ګډون ۱۴ طالبان ټپیان شول.

په دغه جګړه کې چې د غوايي میاشتې په ۲۴مه پیل شوې وه؛ پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سیمې د جرګو دود له مخې د پاکستان سرحدي ځواکونه او طالبان له پنځه ورځې جګړې وروسته ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ او کورمې د خرلڅيو تر منځ د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې سره جرګه شول او ډزبندي یې وکړه.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې د پاکستان هوایي ځواکونو د (غوايي۲۰مه) د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په نښه کړي وو او خبر یې پاکستان رسنیو د همدې میاشتې په ۲۳مه خپور کړ.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کې دغه جګړې په وړه او لویه کچه شوې دي چې د پاکستان له هوايي بریدونو نېولې بیا سپکو او درنو وسلو تر کارولو چې له ساعتونو نیولې بیا تر ورځو پورې غځېدلې دي، کله کله د دواړو هیوادونو، پاکستاني حکومت او طالبانو ډلې د داسې جګړو په اړه رسمي غبرګون ښودلی خو ډیری وخت لوري رسمي غبرګون نه ښیي خو په وړه کچه جګړې روانې وي.

دغه جګړې په کومو سیمو کې کیږي؟

له تېرو ۳۰ کلو راهیسې دغه جګړې ډیری مهال د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو سیمو ننګرهار، نورستان کونړ، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې کیږي چې دغه ټولې غرنۍ سیمې دي او په خورا ډیرو او شنو ځنګلونو پوښلې دي، دغه سیمې د ډیورنډ کرښې سره پرتې دي چې پورې غاړه یې شمالي او سوېلي وزیرستان، باجوړ، مومند او نورې پښتنې سیمې دي چې معمولآ یې ژبه، فرهنګ، دودونه او لهجې یو مخ سره ورته دي.

د تېر جمهوریت پر مهال به هم تر ډیره بریده په یادو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو جګړې وې خو هوايي بریدونه پکې نه دي شوي، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تېر څه باندې دوه نیم کلونه په کونړ، خوست او پکتیکا باندې څو ځلې د پاکستان جنګي الوتکو د ټي ټي پي د پټنځایونو د په نښه کولو په موخه بمبار کړی دی.

دغه سیمې څه ځانګړنې لري؟

ځنګلونه

ځینې معلومات ښيي چې د افغانستان د ختيځو او سوېل ختیځو سیمو ۱،۷ میلیونه هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښلې ده. چې یوه خوږه برخه یې د کونړ او نورستان غرونه یادیږي، دغه هیواد تر ټولو ډیر د لویو لرګیو (چهارتراشو) مرکز بلل کیږي چې په سیمه کې د ښه کیفیت لرونکو لرګیو (نښتر) بې مثاله چهارتراش یې تولیدول. په افغانستان کې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال ۱۳۴۳ ل کال کې د پکتیا ځاځي اریوب د منډهېر په نوم سیمه کې جرمنیانو د لرګیو یوه کارخونه جوړه کړې وه چې د دغې سیمې له چهارتراشو یې د استعمال وړ توکي لکه مېز، چوکۍ، المارۍ، دروازې او لوی و واړه توکي جوړول او د هیواد د له استفادې تر څنګ بهر ته هم صادرېدل.

د دې تر څنګ د کونړ ځنګلونو چهارتراش لرګي چې د سرچینو د معلوماتو له مخې په سیمه کې تر ټولو وړ لرګي لري او لا هم په قاچاقي ډول له دغې سیمې پاکستان ته لیږدول کیږي، د سرچینو د معلوماتو له مخې له ۱۹۷۸م کال نیولې تر ۲۰۰۶م کال پورې یې ۸۵ سلنه برخه وهل شوې او قاچاق شوې ده.

·قیمتي ډبرې

د پکتیا په سیدکرم، ځاځي اریوب، زرمت، ځدراڼو او ځینو نورو ولسوالیو کې د کرومايټ او نورو قیمتي ډبرو او ډبرو سکرو کانونه.

د خوست قیمتي ډبرو کانونه په تڼیو ولسوالۍ کې دي خو د ځاځي میدان، ګربزو، موسی‌خېلو او دوه منده ولسوالۍ کې هم د بېلابېلو قیمتي ډبرو کانونه موجود دي.

د ننګرهار په شینوارو او خوګیاڼیو کې د شوکاڼي، کرومايټ او نورو قیمتي ډبرو کانونه شته چې کیندنې او قاچاق یې روان دی.

په کونړ او نورستان کې بیا د نفرایټ، کرومايټ، یاقوت او بیروج پراخ کانونه شته چې دا مهال یې هم په ناقانونه ډول یې په پراخه کچه کېندنې روانې دي.

کوم دلایل دي چې احتمالي جګړې پیلوي؟

·ټي ټي پي پټنځایونه

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې، د پکتیا په جانیخیلو، سیدکرم او زرمت ولسوالیو کې د ټي ټي پي سلګونه جنګیالي شته چې د سیمې د طالبانو په ملتیا په هغو سیمو کې مېشت دي او د تېر جمهوري حکومت پر مهال له افغان طالبانو سره په ګډه د حکومت خلاف جنګېدل او اوس هم په دغو سیمو کې مېشت دي.

د خوست په ګربزو او سپېرې ولسوالۍ سربېره د خوست مرکزي سیمو کې هم په سلګونو د ټي ټي پي وسله وال او د هغوی کورنۍ مېشتې دي چې د وخت په تېرېدو او تېر ۱۴۰۲ل کال د پاکستاني جېټ الوتکو له برید وروسته نورو سیمو ته خواره شوي دي.

سرچینې وايي، تر ټولو ډیر د تحریک طالبان پاکستان کسان د کونړ په هغو سیمو کې دي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې دي.

ځايي سرچینې وايي، د ننګرهار په شینوارو، پچیراګام او خوګیاڼیو کې هم د ټي ټي پي وسله وال موجود دي چې د تېر جمهوریت پر مهال دغه سیمې د اعش تر ولکې لاندې وې او لا هم احتمال شته چې په دغو سیمو کې د داعش وسله وال اوسي.

·جګړې

د جګړې یو احتمال دا کېدای شي چې پاکستان غواړي په هغو سیمو کې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال اوسي هلته بریدونه وکړي او د دوی په خبره چې «خپل دښمن» په نښه او ووژني، نو له همدې امله د جګړو یو احتمال همدا دی چې پاکستاني ځمکني او هوايي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په ځینو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه کوي او وخت نا وخت جګړې دوام مومي.

·قاچاق

د جګړې بل احتمال دادی چې په دغو سیمو کې د پراخو ځنګلونو څخه د چهارتراشو لرګي قاچاق کیږي او ډیری وخت وسله والې جګړې په سیمه کې قاچاق ته لاره هواروي او جګړې د قاچاق په پیسو چلیږي، خو د جګړو له امله په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د ځنګلونو ډیره برخه ووهل شوه او په پراخ ډول پاکستان ته قاچاق شوه، چې په دې سره د قاچاق جګړه هم ورته ویلي شو.

·ایا دا پلان شوې هدفي جګړې دي؟

اکثر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې د عملیاتو په نوم کومې نیابتي جګړې وکړې او له امله یې ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول نو له دغو دوو ایالتونو پرته په نور پاکستان کې هم د پوځ اغېز تر پخوا کم شو او پاکستاني ولس ورسره واټن ونیو، په خواله رسنیو کې خلکو له پوځ د کرکې او په وړاندې یې د مبارزې خبرې پیل کړې، د خواله رسنیو دغو فعالانو او شنونکو پاکستانی پوځ تورن کړ چې په پښتنو سیمو او په ځانګړي ډول افغانستان کې یې جګړو ته لمن وهله او په مستقیم ډول یې له طالبانو ملاتړ کاوه چې د افغان جمهوري حکومت په وړاندې جګړه وکړي.

بلخوا سیاسي شنونکي او فعالان وايي چې ورته تور په افغان طالبانو هم دی چې دوی د پخواني جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان پوځ او نورو ادارو له کلک ملاتړ برخمن و او ان د دوی مرکزونه او کورونه په پاکستان کې دننه وو، چې د تېر افغان حکومت په وړاندې څومره جګړې کېدلې او استخباراتي معلومات په کار و د پاکستان پوځ او نورو ادارو پکې له طالبانو سره بشپړه همکاري کوله.

اوس د جګړو یو احتمال دا دی چې د پاکستان پوځ او په کابل کې طالبان له ځان څخه د دغو تورونو د لرې کولو لپاره له هیواد څخه د دفاع په نوم جګړې وکړي او دواړه لوري خپلو ولسونو ته دا وښيي چې ګنې موږ دواړه لوري یو د بل دښمنان یو او د هیواد د دفاع لپاره جګړه کوو، چې په دې سره د پاکستان پوځ او کابل کې طالبان د خپلو حکومتونو لپاره مشروعیت پیدا کړي او په ولسونو کې خپل پخوانی ملاتړ بېرته ترلاسه کړي.