شننه؛ پر افغانستان د ایران د وروستۍ پېښې تاثیرات څه دي؟

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

هر هېواد دوست او دوښمن په خپله خوښه ټاکلی شي؛ خو هېڅ هېواد خپل ګاونډي په خپله خوښه نه شي ټاکلې. له بده یا له نیکه مرغه، د ګاونديانو مثبت او منفي تحولات خامخا په بل ګاونډي هېواد باندې که لوی او که وړوکۍ هېواد وي، مثبت او یا منفي تاثیر لرلی شي.

د جیوپالیټکس له نظره؛ د افغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان هېڅکله د افغانستان ثبات ته د مثبتې زاویې نه دي کتلي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر څخه په امن کې وي.

د جیوپالټیکس له نظره؛ ایران او پاکستان همېشه افغانستان ته د منفي زاویې څخه کتلي دي، چې څنګه افغانستان کې خپل نفوذ او کنټرول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د افغانستان منابع لوټ کړي.

په تېرو پنځو لسیزو کې تر زیاته حده دوی د افغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په پرځولو کې ګټه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هېوادونه د تېرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.

د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د دغه هېواد امنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژويي جنګونو نه شي چلیدلی.

د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلو ګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي.

د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دېوالي کېدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامنځته کړي، چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکن نه دي.

دا چې د پاکستان بې ثباتي به په افغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی؛ ځکه د پاکستان د بې ثباتۍ سره د پاکستان ټوټه کېدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتېدل او د اټومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړۍوالو هېوادونو لپاره د تشویش وړ خبرې دي.

د ایران د جمهور رییس، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپټر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي، چې ایا دا پېښه طبیعي پېښه وه، چې هلیلکوپټر د هوا حالاتو له امله غورځیدلې دی، که دا پېښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پېښه د منځني ختیځ د پېښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هېواد په خاصه توګه د اسراییل لاس په دې پیښه کې شامل دی؟

دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکي عکس العمل په هکله نیسي.

د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده، چې د دې پېښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانو څه وي؟

د غمرازۍ څخه سربېره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو د جیوپالټیسکس په چوکاټ‌ کې فکر کړی دی او که نه؟
په هغه هېوادونو کې چې د دیکتاتورۍ، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډېر ژر ژور تغیر نه شي راتللی.

که د ایران وروستۍ پېښه طبعي پېښه وي؛ نو بیا خو د ایران په پالیسیو کې هېڅ تغیر نه شي راتلای او یوازې په اداري‌ او تخنیکي لحاظ به څېړنې او پلټنې کوي او لازم اصلاحات به راولي.

خو که دا پېښه د ایران د اخوندانو او سياسیونو تر منځ د داخلي جنجالونو له امله وي، بیا هم ژور تغیر ژر نه شي رامنځته کېدلی؛ ځکه تصمیم نیونکي اخوندان او چارواکي به د خپلې ډلې د قدرت د ساتلو لپاره لا نورې هم خپلې پالیسۍ سختوي.

ولس به لا نور هم د شکنجې او روحي تشویش لاندې شپې او ورځې تېروي.

دا حالت به تر هغې پورې روان وي؛ تر څو د بخار دیګ په شان داخلي فشار دې ته حد ته ورسیږي چې د بخار دیګ وچوي.

که دا پېښه د کوم بهرني هېواد د دسیسې او په خاصه تو ګه د اسراییل د دسیسې په اساس وي؛ نو د دې عواقب د ایرانیانو لپاره او هم د سیمې لپاره دردوونکې پیلامې لري.

د ایران اخوندي رژیم به خپلې منګولې د قدرت ساتلو لپاره نورې هم کلکې کړي، ولس به نور هم د شکنجې او روحي تشویش سره مخامخ کړي او د منځني ختیځ جنګ به یو نوي پړاو ته داخل شي.

په سوریه کې د اسراییل له پلوه د ایران په قونسلګری هوایي برید کې چې په نتیجه کې ایران د اسراییل پر خاوره وکړی شول چې هوایي برید وکړي او په سیمه کې د اسراییل پوځي هژوموني (پوځي برلاسي) ته ستر ګواښ یې مخامخ کړ.

ایران به د خپلو نیابتي ډلو او هم که لازمه وي، مستقیماً په یو بل جنګ کې د اسراییل سره لاس او ګریوان شي.

د دغه جنګ پیلامې د عربي هېوادونو او هم نورو نړۍوالو لوبغاړو لپاره به د دنیا د څو قطبي کېدو د جنګ نوې یا پوځي هژمونيک جنګ وي.

که څه هم امریکا شاید ونه غواړي، چې په یو لوی پراخ جنګ کې ځان اخته کړي؛ خو کله - کله شرایط داسې رامنځته کیږي، چې د جنګ څخه ځان نه شي خلاصولی.

د امریکا جمهور ریيس په داخل د امریکا کې د راتلونکو ټاکنو له امله د سختو چیلنجونو سره مخامخ دی او پراخه جنګ به د هغه د بیا واکمن کېدو چانس نور هم کم کړي.

البته امریکا په داخل او بهر کې د ښو بدیلونو سره مخامخ نه ده. د بد او بدتر حالت تر منځ به پرېکړه کوي.

د افغانانو لپاره د ګاونډیو هېوادونو تغیراتو همېشه منفي پایلې درلودلې دي؛ دا ځکه چې افغانان د خپلو ګټو په عوض زیات د ګاونډي هېوادونو د ګټو او تاوان حساب کوي.

خو افغانان په دې فکر نه کوي، چې د دې تغیراتو ګټه او تاوان به یې د افغانستان او افغانانو لپاره څه وي؟

څنګه کولی شو، چې د تاوان څخه ځان وساتو او د خپلو ګټو لپاره په خپلو کې سره متحد شو او یو بل د قانون په چوکاټ کې ومنو؟

څنګه د انحصار د قدرت او د نفې سیاست له منځه یوسو او په عوض یې د قانون په چوکاټ کې ولسواکي حاکمه کړو؟

په داسې بغرنج حالت کې چې افغانستان د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول متبادل بدیلونه نه لري، څه پکار دی؟

د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې صرف دوه بدیله شته دی، چې د دنیا او سیمې د نیابتي جګړو څخه ځانونه بچ کړي.

لومړی دا دی، چې افغانستان د نورو سیمو او ملکونو جنګونه خپل هېواد ته رانه وړي. هوښیار ملتونه هغه دي، چې د نورو په جنګونو کې ځانونه ښکیل نه کړي.

دلته جګړه او رقابتونه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت پر بنیاد نه دي؛ بلکې د هېوادونو د ګټو پر اساس، هر ملک تصمیم نیسي.

د افغانانو لپاره هم دا پکار ده، چې د خپلو ګټو پر اساس د نیابتي جګړو څخه ځان وساتي.

دویم بدیل د افغانانو لپاره دا دی، چې افغانانو په خپلو منځو کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د راوستو لپاره زمینه مساعده کړي.

که افغانان په دې تمه شي، چې نور به دوی ته دا زمنیه مساعدوي، دا هم په لنډ وخت کې په نظر نه ښکاري ځکه د سیمې او د نړۍ هېوادونه په ډېرو نورو جیوستراتیژیک مسایلو کې بوخت دي او د افغانستان ثبات د دوی لپاره لومړیتوب نه دی.

د دېکتاتورۍ، کلیپتوکراسۍ او ملاکراسۍ انجام زوال دی؛ خو د یو دم زوال سره د ملت زوال هم شامیلیدونکی دی.

مخکې له دی چې ټول ملت د بدتر زوال سره مخامخ شي او د سیلاب غوندې ټول په سمندر لاهو کړي، ښه به دا وي، چې د راتلونکو سېلابونو مخه ونیول شي.
هوښیار مشران او ملتونه هغه دي، چې د بخار دیګ چاودنې ته پرې نه ږدي او د خپل ملت په خیر، د خپل ملت د ځپلو په عوض، د ملت دردونو ته ملهم ولګوي او د ولسواکۍ لپاره شرایط برابر کړي؛ ځکه حکومتونه همېشه د ولس حمایت لپاره اړتیا لري.

هېڅ حکومت او هېڅ ډول رژیم د ولس د حمایت څخه په غیر دوام نه شي کولې.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.